ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
هغه کسان چې روغتیا نیمه پاچاهي ګڼي نو تل په دې هڅه کې وي، چې تر څو ګتور خواړه وخوري.
که غواړئ چې روغتیا مو ښه وي، نو دا لارښونو ته پام وکړئ:
۱- ترکاري وخوړئ
سبزيجات یا ترکاري د ويټامينونو او مينرالونو تر ټولو غوره منبع ده او ټول هغه گټور مواد لري چې د بدن عمومي روغتيا ته گټه لري.
۲- مالګه کمه کړئ
په خورړو کې د مالگې پر ځاي صحي بوټې استعمال کړئ، اکثره په خوړو کې د خوند برابرولو لپاره اضافي مالگې څخه استفاده کوو؛ خو پر دې نه پوهيږو چې مونږ په خوړو کې غير ضروري سوديم اضافه کوو چې روغتيا ته ډيره مضره ده. د خوړو صحي کولو يوه غوره لار دا ده چې د مالگې پر ځاي له صحي بوټو څخه استفاده وکړو.
تاسو د خپلو خوړو خوند د تازه او وچو بوټو لکه دهڼيه، پودينه او هوگې څخه په استفادې سره زياتولي شئ.
۳- بوره لږه وخورئ
د بورې د لږ خوراک لپاره لپاره ډير دلايل موجود دي، خو که د بورې استعمال بندولی نه شئ لږ تر لږه استعمال يي کم کړئ. بوره د ډيرو ناروغيو ترڅنګ، د شکر او هډوکو ناروغي سبب گرځي.
همدارنګه بوره د بدن دفاعي سيسټم کمزوري کوي، گًردې تخريبوي او په بدن کې د مينرالونو بيلنس له منځه وړي.
۴ – غله جات استفاده کړئ
سبوس لرونکي غله جات استعمال کړئ: کله چې ډوډۍ يا وريجې پخوئ کوښښ وکړئ چې سبوس لرونکي يي استعمال کړئ. د مثال په ډول د ډوډۍ پخولو لپاره د سپينو اوړو پر ځاي سبوس لرونکي اوړه استعمال کړئ.
۵- د زیتونو تیل استفاده کړئ
روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې د سبزيجاتو د تېلو پر ځاى د زيتون له تېلو څخه استفاده وکړئ، دوی وايي د جوارو تيلو او سويابين تيلو له استعمال سره خواړه صحي کېدى نشي. ياد شوي تېل ډير فشار او کيمياوي موادو په وسيله تصفيه شوي چې ستاسو روغتيا ته ضرر رسوي په خاصه توگه کله چې گرمه شي.