د ۴۴ اولادونو څلوېښت کلنه مور!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: پلوشه فضلي
په یوګانډا کښي یوه مېرمن چي خپله څلوېښت کلنه ده، خو تر اوسه یې ۴۴ اولادونه زېږولي دي چي له دې شمېر ځني ۳۸ یې ژوندي او ۶ ئې مړه سوي دي. مریم نبټانزی د یوګنډا د کاممبری په نوم یوه کلي اوسېدونکې ده. نوموړې ته د خپل کلي خلګ نالو نګو مزالا بانا یا ( په یوار د څلورو غبرګو اولاونو زېږولو مور) هم وايي.
د لومړي ځل لپاره نوموړې په ۱۳ کلنۍ کښي یو ماشوم وزېږاوه او تر ۴۰ کلنۍ پوري یې ۴۴ ماشومان وزېږول. په دې موده کښي یې ۶ واري غبرګولي، څلور واري درې – درې ماشومان په یوه وار زېږولي دي او درې واري ئې ۴ ماشومان په یوه وار پیداکړي دي. او ډېر کم واري یې یو-یو ماشوم زېږولی دی.
مریم د یوازینۍ مور په توګه ددې ۳۸ ماشومانو روزنه کوي چي دا کار ددې له پاره سخت دی. د مریم د ژوند کیسه ډېره جالبه او له افسوسه ډکه ده.

مریم په ۱۲ کلنۍ کښي و یوه اته ویشت کلن سړي ته ور واده کړل سوه. د ۱۳ کلنۍ په عمر کښې یو ماشوم وزېږاوه او دوه کاله بعد یې غبرګولي، دوه کاله بعده یې درې غبرګ، او بیا یې دوه کاله بعد څلور غبرګ اولادونه وزېږول. د مریم د پلار هم پنځه څلوېښت کوچنیان دي چي له څو ښځو څخه یې لري.
هغه مریم چي د شپږو ماشومانو هیله ئې درلوده، خو کله چي یې شپږم وار ماشوم زېږاو؛ نو د اتلسو ماشومانو مور وه. نوموړې د ماشومانو د نه کېدو له پاره څو ځلي روغتون ته ولاړه خو ډاکټرانو به له دې کاره منعه کوله. ځکه په دې سره نوموړې ته د مرګ خطر پیداکېدی. په ۲۳ کلنۍ کښي مریم د ۲۵ اولادونو مور وه او دا ځل ئې بیاغوښتل چي نور ماشومان و نه زېږوي؛ مګر ډاکټرانو د تېر په څېر بیا له دې کاره منعه کړه. او اخري وار د ۲۰۱۶ په ډسمبر کښي د ۴۴ ماشومانو مور سوه.

اوس نوموړې د خپلو ۳۸ ژوندیو ماشومانو روزنه کوي، ځکه خاوند یې کله ناکله کور ته راځي. د مریم خاوند نور وادونه هم لري، او خاوند یې د هغو سره خوشحاله دی. مریم وايي چي په کال کښي یو وار د خپل خاوند څېره ويني. خاوند یې نوموړي ته کله وهل او ټکول هم ورکوي او زیات وختونه په نشه کښي وي. مریم د خپلو ماشومانو له پاره هره ورځ لس کیلو اوړه، څلور کېلو بورې او صابون ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کښي د انټرنیت له لاري د مریم له پاره لس زره ډالر راټول کړل سول چي اوس هغه په آرامه خپل ژوند کوي.