درې (۳) خبرې چې همدا نن او له نن وروسته یې تل خپل ځان ته وکړئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: ډانیل میلسټین
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
د خپل د موخې منزل ته رسیدو له پاره، باید په دې ځان ډاډمن کړې چې ایا له خپلو غوره وسیلو څخه یوه یې هم سمه کاروې او که نه. همدا خپل غږ به دې دا مرسته درسره وکولای شي چې پخپله پلان ونیسې او له باندینیو منفي خبرو او منفي فکره خلکو څخه ځان خوندي وساتې.
ستا خپل غږ د دې قدرت لري، چې ستا باور زیات کړي او دا مرسته هم درسره کوي چې له پیښ شویو خنډونو څخه پند واخلې.
له خپل ځان سره ډیر رښتینی اوسه. ایا ستا خپل غږ د شکمنو خلکو له منفي نغمو سره یوشان دی؟ که ځواب دې “هو” اوسي، نو باید چې د خپل د فکر پروسه د دغو لاندینیو ټکو په ویلو سره له سره پروګرام کړې:
۱. همدا نن یې وکړه (د نن ورځې کار سبا ته مه پریږده)
د یوه کار ځنډول د روانو شګو په څیر دی. که مخه یې ونه نیول شوه (ترسره نه شو)، نو کولای شي چې د دوه زړه توب په ټپه ولاړ ډنډ ته دې واچوي. که د نن ورځې کار دې سبا ورځې ته پریښود، نو ښايي چې سبا ورځ پلمه وکړې او سبا یې هم ترسره نه شې کړای، چې په پایله کې به یې تا له خپلو خوبونو څخه بې برخې کړي. که چیرې خپل ځانته په دوامداره توګه دا وایې، چې دا سمه ده که هیڅ هم ونکړې، نو ته به هم هیڅ څه لاسته رانه وړې. نو د هغه پرځای، خپل غږ ته دا اجازه ورکړه، چې تا له سهاره تر بیګاه پورې وهڅوي او د خپلو خوبونو د لاسته راوړلو له پاره دې په جدي توګه ژمن کړي.
په یاد ولره، چې د “کولای مې شو” او “ترسره مې کړ” ترمنځ توپیر یوازې په پلان او عمل کې پروت دی؛ نو په همدې اساس د خپل د ژوند لارښود اوسه او د بدلون پلوي کوه. د یوې پوښتنې ځواب ته “نه” مه وایې، په ځانګړي ډول خپلې پوښتنې ته.
۲. زه یې وړتیا لرم…
کله چې له داسې یوه کس سره مخ شم، چې هغه خپل خوبونه په حقیقت نه شي بدلولای او یاهم داسې کس چې د خپل ودې او پرمختګ له پاره فرصتونه له لاسه ورکوي، نو تل ترې دا پوښتم چې ولې د خپل مطلق ښه والي وړتیا نه لري؟
که چیرې د داسې خلکو په منځ کې اوسې، چې ته نه شې کولای خپل خوبونه په حقیقت بدل کړې، نو په ساده توګه باید چې خپل ځان له دغه ګواښوونکي ارام زون څخه وباسې، ولو که خوبونه دې هرڅه اوسي. که دا چېرې د هغې دندې لاسته راوړل اوسي، چې تا یې تل خوب لیده او یاهم که د (لیسانس، ماستري او یاهم دوکتورا) زده کړې اوسي، نو دا په یاد راوړه چې ته د یوې روښانه راتلونکي وړتیا لرې او ورسته په ځان باندې پانګونه وکړه. له خپلې خوشالۍ سره، چې ډیره اړینه مسئله ده، هیڅ وخت اړیکې مه پرې کوه.


۳. زه په دې پوهیږم چې ترسره کولای یې شم
له ناکامۍ څخه د ویره او له هرې ماتې وروسته په ځان کې د بریا په لور د سمون راوستلو ناتواني له ټولو خنډونو څخه ستر خنډ دی او همدا هغه خنډ دی چې کولای شې د خپل غږ په وسیله یې لرې کړې. یانې ځانته ووایې، چې
” زه په دې پوهیږم چې ترسره کولای یې شم.“
موږ ټول له ناکامۍ څخه ډاریږو، خو نه شو کولای چې عادتاً له ډاره ډکې پریکړې وکړو او یاهم موږ به هیڅ خپل پشپړې بالقوه وړتیا ته ونشو رسیدلای. که چیرې موږ خپل ډار ته د دې اجازه ورکړو چې زموږ پرمختګ فلج کړي، نو په دې صورت کې به مو خپلې منځنۍ کچې ته کاري پلان جوړ کړی وي او ټول ارزښتمن درسونه به مو له لاسه وتلي وي او یوازې ځوروونکي شیان او تیروتنې به په څرګنده توګه ښکاري. باور وکه چې ستا غږ (زه یې کولای شم) ستا تر ډار څخه ډیر زیات پیاوړی دی.
خپل غږ ته دې همدا نن ورځ غوږ نیول پیل کړه، چې ته څه وایې؟ ایا په دې باور لرې چې ته بریا ترلاسه کولای شې؟