درې لارښوونې چې تمرکز کې درسره مرسته کوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

۱-خپله ځان کنټرول کړئ!

کله کله انسان لږ/ډېر له کنټروله وځي. دا حالت له غم، خپګان، خوښۍ او اندېښنې سره تړلی دی. د ماغزو امېګدال برخې سره تړاو لري. امېګدال د بنې له مخې د بادام غوندې دی، د منفي احساساتو پر وړاندې خورا غبرګون ښيي او هغوی د ګواښوونکو زېګنالونو په توګه ګڼي.
له ماغزو اخیستل شویو عکسونو ښودلې چې منفي احساسات د ماغزو پر کړنو ناوړه اغېز پرېباسي؛ خو مثبت احساست د دې کړنې برعکس عمل کوي. تاسو باید د ورځې په بهیر کې د مثبتو او منفي احساساتو تر مینځ تعادل وساتئ. د خوب، ورزش او ځينو نورو لارو چارو په مرسته منفي احساسات کابو کړئ.
سربېره پر دې هڅّه وکړئ یوه مثبته غونډه ولرئ. یانې په غونډه کې پر مثبتو ټکو ټینګار وکړئ، څو ماغزو ته مو مثبت احساسات ولېږدول شي.

۲-ګډ وډوونکي څيزونه لرې کړئ!

کله چې تاسو کار کوئ، هرومرو ځينې سرغړوونکي فکرونه، احساسات، غږونه/اوازونه په کمین کې ناست وي. مغز مو داسې طراحي شوی چې کولی شي دا څیزونه لرې کړي، آن کولی شي هغه غریزي فکرونه چې ستاسو ذهن انحراف ته اړ کوي، کابو کړي. تاسو لومړی د دواړو کارونو اړوند فکر وکړئ( مداخله کوونکي او اصلي کار په اړه). بیا د دوی تر مینځ په خپله خوښه مهم هغه وټاکئ. بیا ځان ډاډه کړئ چې کولی شئ تمرکز زیات کړئ.

۳-پر نوي کار تمرکز وکړئ!

کله چې پر ذهن بوج راغی، پخوانی کار لږ وځنډوئ او پر نوي تمرکز وکړئ. کله کله دا کړنه اغېزمنه برېښي او د دې لامل کېږي چې مغز مو دمه وکړي. په دې کار سره لږ وخت مو مغز او ذهن ته ورکوئ څو پر نوي دنده بوخت او تفرېح وکړي.
تاسو د ذهن پر ځای، جسم ته راوګرځئ. دباندې ولاړ شئ، پلی تګ پیل کړئ. ژوره ساه واخلئ.