ناسا ځمکې ته د دریو ستورو د نږدې والي خبر ورکړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
سرچینه: سپوټنیک
ژباړه: عایشه حیدري

ناسا یا د متحده ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی دی چې درې کوچني ستوري ځمکې ته د نږدې کېدلو په حال کې دي.
د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې؛ ځمکې ته د نږدې اجسامو په برخه کې د ناسا څیړنیز مرکز اعلان وکړ چې ځمکې ته درې بالقوه خطرناک ستوري د نږدې کېدو په حال کې دي.
کارپوهانو داسې محاسبه کړې ده چې د ډيسمبر په ۲۵مه به درې ستوري د ځمکې په خوا کې تېر شي.
New Earth-like 'Pi Planet' Discovered by Scientists at MIT, May Not be  Habitable
د ناسا د راپور له مخې، د دغو ستورو تر ټولو ستر ستوری چې نږدې ۲۰۰میټره لوی والی لري، ۳میلیون کیلو میټره به ځمکې ته نږدې شي.
وړاندې تر دې ناسا د ځمکې له څنګه د تېرېدونکو دوه نورو ستورو اعلان هم کړی و چې دغو دواړو ستورو په ترتیب د ۶.۸ او ۳۰ میټره قطرونه لري د ډيسمبر په ۱۸مه نېټه به ځمکې ته نږدې کېږي. د دغو ستورو تر ټولو کوچنی به د ۵۷.۱زره کیلو میټره واټن په لرلو سره د ځمکې له څنګه تېر شي او تر ټولو ستر به نږدې ۷میلیون کیلو میټره واټن په لرلو سره د ځمکې له څنګه تېر شي.
ناسا هغه فضايي اجسام چې ۰۵/۰ AU قطر لري او هغه فضايي اجسام چې له ۴۶۰فوټ یا نږدې ۱۴۹ میټره قطر لري، ځمکې ته بالقوه خطر ګڼي.