دا هغه یوولس لوبغاړي دي، چې په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې تر نورو لوبغاړو ښه لوبېدلي.
په دغو یوولس لوبغاړو کې د نړۍ په کچه د ټولو لیګونو څخه لوبغاړي شامل دي، چې افغان لوبغاړی هم پکې دی.
۲۰۱۸ م کال د سوداګریزو لیګونو له خوا غني او بډای کال و، په دغه کال کې د بلاسټ سیالۍ، کاناډا ګلوبل سیالۍ، د ویسټ انډیز سي پي ایل سیالۍ، د بنګله دېش بي پي ایل سیالۍ، د افغانستان کرکټ سوداګریزې سیالۍ، د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ، د هندوستان آی پي ایل سیالۍ، د افریقا مزانسي لیګ سیالۍ، ټي ټېن لیګ لوبې او د اسټرالیا بېګ باش لیګ سیالۍ ترسره او روانې دي.
په دغو ټولو لیګونو کې یواځې د پاکستان کرکټ لیګ څخه پرته افغان لوبغاړي ټولو لیګونو کې ولوبېدل.
مجیب ځدران، راشدخان او محمدنبي په بلاسټ، آی پي ایل او بېګ باش لیګ کې ولوبېدل.
نجیب الله ځدران د کاناډا په ګلوبل لیګ کې ولوبېد او نور لوبغاړی په ټي ټېن لیګ کې هم ولوبېدل.
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په دغو لیګونوکې مشاهده کړې او بیا یې هغه لوبغاړي په ۱۱ کسیزه لوبډله کې راخېستي چې په لیګونو کې خورا ښه ځلېدلي، د دغې یوولس کسیزې لوبډلې لپاره ۳۰ لوبغاړي شارټ لېسټ شوي وو، چې ۱۱ غوره ترې د یو ټیم په ډول بیل شوي دي.
په ۳۰ شارټ لېسټ لوبغاړو کې د حضرت الله ځاځي نوم هم راغلی، چې هغه په ټي ټېن او افغانستان لیګونو کې ډېر ښه وځلید او د شپږ شپږیزو ریکارډ یې هم جوړ کړ.
شهزاد محمدي بیا ډ ټي ټېن لیګ په لومړۍ لوبه کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود.
اسټرالیایي اېرون فېنچ:
اېرون فېنچ په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان بلاسټ سیالیوکې په سري لوبډله کې ولوبېد، هغه په دغو سیالیوکې سلیزه ووهله.
ایرون فېنچ په ۲۰۱۸ م کال کې خورا ښه وځلېد په یوه لوبه کې یې ۱۷۲ منډې ریکارډ جوړوونکې منډې هم وې.
۲۰۱۸ م کال کې فېنچ ۹ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي په دغو لوبو کې ده دوه سلیزې او درې نیمه سلیزې وهلي ۵۸۹ منډې یې پکې جوړې کړي او ۱۴۷ اعشاریه ۲۵ یې اوسط دی، ۱۸۲ اعشاریه ۳۵ یې سټرایک رېټ و او یواځې له انګلستاني لاوري ایوانس څخه ۲۵ منډې وروسته و.
کاینټن ډیکاک:
افریقایي وېکت ساتونکی کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، چې مختلفو لیګونو کې لوبېږي.
نوموړي په ۸ لوبوکې ۴۱۲ منډې کړي، ۵۸ اعشاریه ۸۵ یې اوسط دی، ۱۷۰ یې سټرایک رېټ دی ن په یوه لوبه کې یې په ۵۵ توپونو ۱۰۸ منډې کړې وې.
کین ویلیمسن:
کین ویلیمسن د نیوزیلېنډ پیاوړی ون ډاون توپ وهونکی دی، هغه په آې پي ایل سیالیوکې له سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، ۲۰۱۸ کال آې پي ایل کې هغه لیډینګ سکورر یا مخکښ منډې جوړوونکی و.
ویلیمسن په ۱۷ لوبوکې ۷۳۵ منډې کړي دي، ۵۲ اعشاریه ۵۰ یې اوسط دی، سټرایک رېټ یې ۱۴۲ دی، هغه په ۲۰۱۸ کال آې پي ایل کې ۸ نیمه سلیزې وهلي دي.
رسي وان ډر ډسېن:
دا د سهیلي افریقا ځلېدونکی لوبغاړی دی؛ په ملي لوبډله کې تر اوسه نه دی اخېستل شوی.
هغه سږ کال په مزانسي لیګ او کاناډا ګلوبل لیګ کې ولوبېد.
نوموړي په مزانسي لیګ کې ۱۱ لوبې وکړې او په دغو لوبوکې یې ۴۶۹ منډې جوړې کړې او په کاناډا لیګ کې یې بیا ۲۵۵ منډې په اته لوبوکې ترسره کړې وې.
لاوري ایوانس:
د انګلستان د توپ وهنې برخې الراونډر دی، په افغانستان کرکټ لیګ کې خورا ښه وځلېد او د کابل ځوانانو لوبډلې په ګټه ولوبېد.
ایوانس د انګلستان په بلاسټ سیالیوکې په ۱۴ لوبوکې ۶۱۴ منډې کړې وې او په افغانستان سوداګریز لیګ کې یې ۳۰۵ منډې په ۹ لوبوکې ترسره کړې وې.
شکېب الحسن:
شکېب الحسن چې وخت نا وخت د نړۍ په کچه د غوره الراونډرانو په قطار کې لومړی مقام خپلوي، په ۲۰۱۸ م کال کې یې هم بخت پوره بېداره و.
شکېب په ۱۳ لوبوکې ۲۱۱ منډې کړي او ۲۲ وېکټې یې هم اخېستي دي.
رېشاب پنټ:
هندی رېشاب پنټ په ډیلي لوبډله کې خورا خطرناکه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي ۱۲۷ ناسوځېدلې منډې په یوه لوبه کې وکړې؛ چې په آې پي ایل کې په ۲۰۱۸ کال کې ریکارډي منډې وې.
هغه په ۱۴ لوبوکې ۶۸۴ منډې کړې وې.
ډي جی براوو:
ویسټ اندیزی ډي جی براوو یا ډوېن براوو د نړۍ په کچه لیګونوکې نه هېرېدونکی لوبغاړی دی، هغه یو له وفادارو الراونډرانو څخه دی.
هغه په بېګ باش لیګ کې ۱۷ وېکټې په ۱۱ لوبوکې اخېستې وې او د مزانسي لیګ په ۶ لوبوکې یې لس وېکټې اخېستې وې.
د چینای سوپر کېنګز لپاره یې بیا ۱۴ وېکټې اخېستې وې.
راشدخان:
راشدخان بیا د نړۍ په کچه مشهور لېګ برېک بالر دی، نوموړي د آې پي ایل په ۱۷ لوبوکې ۲۱ وېکټې اخېستې وې، په ۲۰۱۷ او ۱۸ کال بېګ باش لیګ کې یې ۱۷ وېکټې اخېستې او غوره بالر راغلی و.
د نوموړي ایکانومي یا هر اور کې د منډو ورکړه ۵ اعشاریه ۶۵ ده، چې بې مثاله توپ اچونه ده.
خان اوس هم په بېګ باش لیګ کې د اډیلایډ لوبډلې لپاره لوبېږي او تر دې دمه یې په ۳ لوبوکې پنځه وېکټې اخېستي دي.
انډریو ټای:
اسټرالیایي فسټ بالر دی، آې پي ایل کې یې تر ټولو زیاتې وېکټې اخېستې وې.
نوموړي د آې پي ایل ۱۴ لوبوکې ۲۴ وېکټې واخېستې او د پرپل کېپ یا ډېرو وېکټو اخېستونکی لوبغاړي خولۍ یې پر سره کړه.
ډوېن اولیویئر:
ډوېن اولیویئر افریقایي لوبغاړی دی، هغه بالر دی؛ په مزانسي کرکټ لیګ کې یې ۲۰ وېکټې واخېستې او لاره یې وموندله چې د افریقا په ملي لوبډله کې هم واخېستل شي.
دا هغه یوولس لوبغاړي دي، چې د نړۍ په کچه لیګونوکې ډېر ځليدلي دي، په دغو لوبغاړوکې چې دېرش لوبغاړي پکې د ټولې نړۍ څخه شارټ لېست شوي وو، درې پکې د افغانستان څخه وو، راشدخان، شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی پکې شامل وو؛ خو په یوولس لوبغاړو کې یواځې راشدخان راغلی دی.
دا سروې او مشاهده یوې خصوصي ورزشي رسنۍ کړې ده او مونږ یې درته په پښتو مطلب وړاندې کړ.