که دا ۱۲ عادتون له ځانه لرې ونه غورځوئ، شخصیت مو خرابیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

۱۲ هغه ځانګړنې ښکاره کوي چې تاسې خپل شخصیت ته زیان رسوئ:

هر انسان داسې خاصیتونه او ځانګړنې لري چې په شخصیت یې منفي اغېزه کوي؛ دلته یې څو دانې تاسو ته وایو:

ـ کله چې تاسې داسې احساس وکړئ چې یو چا سره صمیمي او نیږدې کېږئ؛ انسانان خپل له ځانه لري کوئ.

ـ تل د مهمو موضوعاتو په وړاندې زړه نا زړه کېږئ؛ او نشئ کولای سمه پرېکړه وکړئ، د هر څه په هکله شک کوئ.

ـ تاسې فقط په دې هکله فکر کوئ چې څنګه یو کار ختم کړئ، خپل اړتیاوې د دې موخې په ترسره کولو کې نالیدلي ګڼئ او درته اړینه نه ده چې وشي که نه.

ـ کله چې د چا مرسته ته اړتیا لرئ او د ستونزې سره مخ یاست، بیا هم نه غواړئ څوک تاسو سره مرسته وکړي.

ـ د نورو انسانانو اړتیاوې نسبت ستاسو خپل اړتیاوو ته لومړیتوب لري؛ ځکه د ځان په فکر کې نه یاست او نه هم مشخصه موخه لرئ.

ـ تاسو کمال پالنه ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو د پرمختګ پر وړاندې خنډ وګرځي یا هم د یو اړین کار د ختمېدو سبب شي.

ـ کوم کارونه چې مو ترسره کړي د هغه ارزښت ښکته راولئ، تاسې داسې فکر کوئ چې ستاسې کارونه بې ارزښته دي.

ـ د نورو وګړو د غلطیو مسولیت تاسې خپل په غاړه اخلئ او د هغوی پر ځای بخښنه غواړئ.

ـ خپل د احساساتو څخه د فرار لپاره نا سالمه عادتونو ته لکه الکول او سګریټ ته مخه کوي.

ـ خپل ځان د یو کوچنۍ غلطۍ لپاره د نیوکې لاندې نیسئ او خپل ځان تحقیروئ.

ـ خپل ځان له نورو سره پرتله کوئ او خپل ارزښت په دې ډول ټاکئ.

ـ له کچې ډېره د منفي احتمالاتو په هکله فکر کوئ پرته له دې چې د یو کار مثبت اړخونه یې وڅېړئ.

که داسې دا ځانګړنې لمنځه یونسئ نو ستاسې د شخصیت د خرابېدو سبب کیږي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.