دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې مېرمنې او لوړپوړو چارواکو په ملتیا وړمه شپه د کابل په لویدیځ کې د څو لسیزو جګړو له کبله کنډواله شوې تاریخي ماڼۍ( دارالامان) له رغولو وروسته افتتاح او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن پکې ونمانځه.
دا کار هم وستایل شو، هم نیوکې پرې وشوې.
د ستاینې اړخ دا و، چې غني د افغانستان یوه تاریخي ماڼۍ او د خپلواکۍ ګټونکي غازي د لاس نښه ورغوله او دا یې ثابته کړه، چې د تېرو نسلونو بد میراثونه او بدې نښې په نېکو بدلوي.
نیوکې دا دي، چې هغه له دې کاره سیاسي او کمپایني استفاده کوي.
دا نیوکې مخامخ هم له ولسمشر غني سره په څو تلویزوني مناظرو کې مطرح شوي.
دلته به د دارالامان ماڼۍ په پرانیستغونډه کې د ولسمشر غني د خبرو مهم ټکي او دغه راز ور باندې شوې نیوکې د هغه له ځوابونو سره وړاندې شي.
68784107 2351218611621034 7405486592921436160 n دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟
غني څه وویل؟
د یادې ماڼۍ د پرانیستې پر وخت د ولسمشر غني خبرې تر ډېره پر څو محورونو را ټولې وې:
ـ  زموږ ملت ټپي شو. افغانستان ټپي شو، خو نن زموږ ملت لکه د دارالامان ماڼۍ بیا پخپلو پښو ودرېد.
ـ دا ودانۍ د تاریخ یوه بېلګه ده چې ښیي موږ د دولت، عزت او وقار لرونکي یوو. د غازي امان الله خان یاد او خاطرې ژوندۍ ساتو او په ویاړ یې یادونه کوو، خو زموږ اصلي موخه د خپلواکۍ یادول او نمانځنه ده.
ـ تروریستانو زموږ د بیګناه هیوادوالو د وینې په تویولو سره وکولای شول د دې ورځې نمانځنه وځنډوي، خو هغوی به هیڅکله هم بریالي نشي چې موږ له پرمختګ، تحول او ازادۍ غوښتنې څخه وګرځوي.
69041390 2351220188287543 6345790329886605312 n دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟
ـ موږ خپلو دې هڅو ته دوام ورکوو. هیڅکله به یوه کوچني اقلیت ته چې زموږ د ملي او تاریخي سمبولونو، ازادۍ او پرمختګ دښمن دی، تسلیم نشو.
ـ ډارن، شیطان صفته او د دې خاورې کینه کښ دښمن د بودا مجسمې په ډالۍ شویو باروتو ورانې کړې، ترڅو په چاودنو سره موږ له لرغوني تمدن څخه جلا کړي، خو ناکامه شول.
ـ د ننګرهار او د پکتیا د میرزکې تاریخي اثار یې لوټ کړل او په پنجاب کې یې پخپلو کورونو کې نندارې ته کېښودل، هغوی د دې لپاره دا کار وکړ، ترڅو ننګرهار او پکتیا له خپل لوی تاریخ څخه جلا کړي او دغه دوه ولایتونه د خپل حاکمیت یوه برخه وبولي.
ـ کله چې یې د دین تر نقاب لاندې په کندهار برید وکړ، هغوی هڅه وکړه چې باوقاره او لوی کندهار د تفرقې په مرکز بدل کړي، څه یې وکړل؟هغوی ناکامه شول.
ـ د دارالامان ماڼۍ د پرانیستو موخه دا نه ده چې زموږ بې وزله ملت ماڼیو ته اړتیا لري. نه، دا د دې لپاره دی چې وښیو که موږ هر څومره بېوزله شو هویت نه پلورو. که هر څومره وږي پاتې شو، نه تسلیمېږو. پخپلو مټو هم خپل هویت ساتو او هم یې غښتلی کوو.
68831049 2351220531620842 5904859164689039360 n دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟
د امان الله خان د لور شاباسی
د افغانستان د معاصرې خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه په دغو مراسمو کې وویل: زه چې وړه وم او په ښوونځي کې مې ښې نومرې اخیستې، پلار به راته وویل: شاباس، آفرین!
د شهزادګۍ په وینا سره له دې، چې ځان له ولسمشر غني څخه لوړه نه ګڼي، خو د پلار هماغه جمله ورته د دارالامان ماڼۍ د رغولو له کبله وایي: شاباس، أفرین!
د نیوکو لړۍ
له دې سره پر ولسمشر غني دا نیوکې هم شته، چې د خپلواکۍ ورځې له شانداره نمانځنې او د یادې ماڼۍ له پرانیستې یې پخپله ټاکنیزه ګټه استفاده کړې ده.
دا نیوکه یو ځل له ملي تلویزون سره د ولسمشر د مناظرې پر وخت څو شپې مخکې یوه ګډونوال په مخامخ ډول پر ولسمشر وکړه.
69363558 2351220814954147 3633600323064430592 n دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟
نیوکه کوونکي وویل: د خپلواکۍ کلیزې د نمانځنې پر دغو پیسو د سرطان او نورو ناروغیو یو ښه روغتون جوړیدای شو، ولې مو هغه جوړ نه کړ؟
ولسمشر غني یې په ځواب کې وویل: زه د افغانستان د هویت او فرهنګ پر رغولو د سړک جوړونې هومره پانګونه کوم، د خپلواکۍ د ټولو مراسمو په نمانځنه تر ۳ میلیونه ډالرو لګښت راځي، خو روغتون په دومره پیسو نه جوړیږي. زه د فساد کلکه مخه نیسم، ګڼ روغتونونه به پرې جوړ کړم!
د دې ترڅنګ له طلوع نیوز تلویزون سره د ولسمشر غني د تازه مناظرې پر وخت هغه وپوښتل شو، چې ولې یې په دارالامان ماڼۍ کې د پرانیستې او جشن مراسمو ته نور سیاستوال او ولسمشریز نوماندان نه وو بللي؟
68550357 2351221234954105 8791154840609751040 n دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟
غني یې په ځواب کې وویل: موږ ټول بللي وو، څوک خو په زوره نه شو راوستی، چې د ملي جشن په مراسمو کې برخه واخلي. موږ ټول دعوت کړي وو، چې رانغلل، مسولیت یې خپل دی.