ژباړه: محمد عزيز پردېس
علمي څیرې په دې باور دي ( عاطفي هوش ) يا عاطفي زېرکتيا، د يوې سالمې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره اړين بلل کېږي. پوهان وايي چې د لوړ ( عاطفي هوش ) درلودل، په ټولنيزو اړيکو، کاري چاپېريال او نورو انساني اړيکو کې د برياليتوب ضمانت کوي.
عاطفي هوش ( emotional intelligence, EQ ) هغه مفهوم دی چې ورځ تر بلې په اړوندو انساني اړيکو، که هغه په کاري ساحه کې وي او يا په کورني چاپېريال کې، ترې ګټه اخېستل کېږي. په پښتو ژبه کې دې مفهوم ته ( هيجاني هوش )،( عاطفي زيرکتيا ) او ( احساسي هوش ) وايي.
پوهان د څو لسيزو راپدېخو د ( عاطفي هوش ) په اړه څېړنې کوي او د هغوی څېړنې ښيي چې د لوړ ( عاطفي هوش ) درلودل په ټولنيزو اړيکو کې د انسانانو د برياليتوب او پرمختګ ضمانت کوي.
( عاطفي هوش ) زمونږ د اړيکو په څرنګوالي او ټولنيزو اړيکو کې د پېچلتيا پر وړاندې زمونږ د برخورد په کړنلارې اغېز لري او په لوړه کچه د عاطفي هوش درلودل د دې لامل ګرځي چې مونږ دې کومې پرېکړې نيسو، هغه دې مثبتې پايلې ولري.
(عاطفي هوش « EQ ») د (هوشي وېش، بهره هوشي intelligence quotient, IQ) په خلاف د اندازه ګيرۍ وړ نه دی.
په پخوا زمانو کې به ( بهره هوشي ) د يو شخص د وړتياو تثبيتولو او په ژوندانه کې د هغه د برياليتوبونو مفهوم درلود، چې په دې چوکاټ کې د فکر او عقل څخه په استفادې د مسايلو په حلولو کې ګټه پورته کېږي. خو پوهانو به ليدل هغه کسان چې به د لوړې بهره هوشي درلودوونکي وه؛ په ژوندانه کې به يې د هغوی د برياو ضمانت نه کاوه.
( عاطفي وېش يا عاطفي زيرکتيا ) هغه ورک شوی مفهوم وه چې پوهان يې په لټه کې ول، ترڅو وشي کولی د ځينو وګړو د برياليتوبونو لاملونه پيدا کړي. په اوسني عصر کې هغه ټکی چې ورځ تر بلې پرې بحث او شننه کېږي، هغه په ژوندانه کې د بریالتوبونو رمز، يعنې د لوړ عاطفي هوش درلودل دي.
سره له دې چې ( عاطفي زېرکتيا ) ډېر اهميت لري، خو دا چې د اندازه ګيرۍ وړ نه ده؛ نو د دې لامل ګرځي چې په سختۍ سره کولی شو چې پوه شو يو کس په څومره اندازه په عاطفي لحاظ هوښيار دی.
خو د عاطفي وېش په خلاف د زياتيدو وړ دی، په ځان پېژندنه کې د دوامداره تمرينونو په کولو او د ټولنيزو اړيکو د وړتياو په زده کولو سره کولی شو چې عاطفي احساس مو لوړ کړو.
په علمي لجاظ د عاطفي هوش د اندازه ګيرۍ لپاره ټسټونه وړيا نه دي، ترڅو هرڅوک وشي کولی په دې پوه شي چې د څومره هوش خاوند دی. په هر صورت، د عاطفي هوش او د ارواپوهنې پياوړی څېړونکی ټراويس براډبري ( Travis Bradberry ) په دې يقين لري چې: که تاسو د لاندې ځانګړنو درلودوونکي واوسئ، نو د لوړ عاطفي هوش خاوندان ياست:
۱- کولی شئ چې د خپلو احساساتو د بيانولو لپاره وړ او دقيق الفاظ وکاروئ
ټول انسانان احساسات تجربه کوي، خو يوازې يو محدود شمېر کولی شي چې په دقيق ډول يې تشخيص کړي او ووايي چې څه احساس لري. تر دې دمه چې کومې څېړنې ترسره شوي، ښيي چې يوازې ۳۶ سلنه خلک کولی شي چې د خپلو احساساتو ماهيت او څرنګوالی وپېژني.
هغه انسانان چې د لوړ عاطفي هوش خاوندان دي، خپل احساسات کنټرولولی شي، ځکه کولی شي چې په هغو پوه شي. دا ډول کسان د کليمو او الفاظو د لوی زېرمتون څخه په استفادې د خپلو احساساتو د بيانولو لپاره کار اخلي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری خلک په دې چې، ګواکې حال يې (بد) دی بسنه کوي، هغه کسان چې د لوړ عاطفي هوش درلودوونکي دي، کولی شي چې په دقيق ډول تشخيص کړي چې دوی همدا اوس څه ډول احساس لري: ( عصبي « د بيرونيو عوامل پر وړاندې حساس » دي يا سرګيچه، غمګينه دي يا هم خپه، ستړي يا هم تشويشي).
یعنې د خپل احساس د بيانولو لپاره چې هره کليمه ټاکي، د هغې په اړه ښه فکر کوي او په دقيق ډول يې بيانوي. هر هغه احساس چې لري یې په ښه ډول يې څرګندوي، همغه ده چې مخاطب يې درک کوي.
۲- نور خلک درته بې تفاوته نه دي
فرق نه کوي چې د شاوخوا خلک مو برونګرا ( Extrovert ) يا هم درونګرا ( Introvert ) وي. هغه څوک چې د لوړ عاطفي هوش خاوندان دي، د خپلو اطرافيانو په اړه پلټوونکي يا کنجکاوه دي. دا کنجکاوي د هم دلۍ يانې د نورو د احساساتو د درک کولو پايله ده، نورو انسانانو ته د اهميت قائلېدو پايله ده او د نورو پر وړاندې د نه بې تفاوتۍ څرګندونه کوي. دا د لوړ عاطفي هوش لرونکي انسانانو د مهمو ځانکړنو څخه بلل کېږي.
۳- بدلون ته ښه راغلاست وايئ
هغه څوک چې د عاطفي اړخ نه باهوشه دي، انعطاف پذيره، تغير منونکي او تل د نويو څيزونو د په لټه کې دي. هغوی په دې ښه پوهېږي چې د تغير څخه ډار په انسانانو کې د فلج لامل ګرځي او د هغوی د برياوو او نېکمرغيو مخنيوی کوي. هغوی تل د بدلون او نويو څيزونو په لټه کې وي او برنامې جوړوي چې بدلون ترلاسه کوي، يعنې يکنواخته یا نه بدلېدوونکي نه دي.
۴- خپل د کمزورتيا او د غښتلتيا ټکي پېژنئ
هغه انسانان چې په عاطفي لحاظ زيرکه دي، يوازې د خپلو او د نورو احساساتو په درک کولو کې وړتيا نه لري، بلکې هغوی په دې هم پوهېږي چې په کومو کارونو کې وړتيا لري او په کومو کارونو کې ښه نه دي. هغوی ته دا هم څرګنده ده چې په څه ډول چاپېريال کې او د څه ډول خلکو په همکارۍ؛ برياليتوب او نېکمرغۍ ته ورسېږي. دا بايد وويل شي چې تاسو هم د لوړ عاطفي هوش لروونکي ياست که، په دې پوه شئ چې ستاسو د کمزورتيا او غښتلتيا ټکي کوم دي.
۵- د دې وړتيا لرئ چې د شخصيتونو په اړه قضاوت وکړئ
د عاطفي هوش يوه لويه برخه د ټولنيزو اړيکو، ټولنيزو پېژندنو او د خلکو پېژندلو پورې اړه لري؛ يانې دا چې تاسو کولی شئ د شاوخوا کسانو شرايط درک کړئ او په دې پوه شئ چې هغوی د څه ډول حالاتو سره مخامخ دي. د وخت په تېرېدو سره مو تجربې لوړېږي او د دې لامل کېږي چې تاسو د انسانانو شخصيتونه وپېژنئ.
نور به د رمزه ډک ( اسرار امېزه ) انسانان تاسو ته ګنګ نه وي. په دې به پوهېږئ چې د څه ډول کسانو سره مو سر او کار دی، د هغوی په انګېزو به پوهېږئ، حتا که په خپلو څېرو نقابونه هم ولري يا باطن يې د بهر نه توپير ولري.
۶- نور انسانان نشي کولی، چې په اسانۍ سره ستاسو د ځورونې لامل شي
که تاسو د خپل ځان په اړه څرګند او واضح انځور ولرئ، يانې خپل ځان په هر اړخيز ډول ښه وپېژنئ او په دې پوه شئ چې څه ډول اصول ستاسو ژوندانه کې تاسو ته مهم دي؛ نو، نور کسان په سختۍ سره وشي کړی چې تاسو ته څه ووايي او يا داسې څه وکړي چې ستاسو د غوسې لامل شي.
هغه انسانان چې د لوړ عاطفي هوش خاوندان دي، په خپل نفس اعتماد لري او پرته د تعصب څخه د مختلفو مسائلو په اړه فکر کوي. حتی ممکنه ده تاسو د خپل ځان په اړه شوخي وکړئ، يا نورو ته اجازه ورکړئ چې ستاسو په اړه شوخي وکړي، ځکه تاسو د دې وړتيا لرئ چې د ټوکو ټکالو او تحقيرولو ترمنځ توپير وکړئ.
۷- له تېروتنو څخه تېرېږئ
هغه کسان چې د لوړ عاطفي هوش درلودوونکي دي د خپلو تېروتنو څخه واټن اخلي، خو له ياده يې نه باسي. دا ډول خلک د خپلو تېروتنو څخه پند اخلي او هڅه کوي چې بيا يې تکرار نه کړي.
کومې تېروتنې چې مو کړي دي، د هغو په اړه په ژور ډول فکر کول؛ په تاسو کې د ډار، وېرې او تشويش د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي. که تاسو مو خپلې تېروتنې په بشپړ ډول هېرې کړئ، نو احتمال شته چې بيا ځلې يې تکرار کړئ. مطلب دا چې د دې دواړو ترمنځ واټن وساتئ ( په بشپړ ډول يې هېروئ هم مه او ډېر يې په اړه فکر هم مه کوئ ). که مو دا وړتيا په خپل ځان کې وروزله، نو د دې توان پيدا کوئ، که هرکله ماتې خورئ نو سمدلاسه پاڅېږئ او خپل کار ته دوام ورکوئ. يانې چې نه به تسليمېږئ.
۸- کينه پلټوونکي نه ياست
هغه منفي احساسات چې د کينه جویئ له امله پيدا کېږي، په حقيقت کې فشار زېږوونکي دي. کينه پلټوونکۍ کسان چې کله د يوې پېښې سره مخامخ شي، نو يو ډول حالت پرې راځي، هغه دا چې، له دننه څخه هغو دې ته لمسول کېږي چې ورته ويل کېږي: يا جګړه وکړه او يا وتښته! که دا ستونزه همداسې دوام ومومي، نو پايله به يې ډېره خطرناکه وي. څېړوونکي وايي: هغه فشار چې د کينې له امله پر انسانانو راځي، د وينې د فشار د لوړېدلو او د زړه د ناروغيو لامل ګرځي. د کينې دوام د اسټرس د دوام لامل کېږي. څوک چې د لوړ عاطفي هوش خاوندان دي، که په هر ډول وي له دې کړنې څخه ډډه کوي. د کينې څخه ځان ژغورل، د ښه احساس او ستاسو د روغتيايي حالت د ښه کېدو لامل کېږي.
۹- منفي کسانو ته ماتې ورکوي
د سختو کسانو سره کښته او پورته کېدل، ښايي تاسو عصبي، ستړي او ستومانه کړي. هغه کسان چې د لوړ عاطفي هوش خاوندان دي، د دا ډول کسانو سره خپلې اړيکې د خپلو احساساتو له لارې کنټرولوي.
کله چې د داسې کسانو سره خبرې کوي يا ورسره ګوري، د خپل فکر څخه په ګټه اخېستو د هغوی په احساساتو کې دخالت نه کوي. د لوړ عاطفي هوش خاوندان د داسې کسانو احساسات درک کوي او نه پرېږدي چې د غوسې او تشويش پوسيله د هغوی سوزوونکی اور تازه کړي.
دوی هڅه کوي چې د سختو کسانو نطرياتو ته غوږ ونيسي او توجه ورته کوي، ترڅو وشي کولی داسې يوه حل لاره ومومي چې هغوی یې خپله هم ومني او حتی ستونزمنو حالاتو کې هم هغوی ته دا اجازه نه ورکوی چې د دوی روحيه دې راټيټه کړي.
۱۰- نوښت زېږوونکي نه ياست
هغه کسان چې د عاطفي اړخ نه د لوړ هوش خاوندان دي، په هرڅه کې د کمال يا نوښت په لټه کې نه دي، ځکه دوی پوهېږي چې دا ناممکنه ده. هېڅ انسان بشپړ نه دی او ټول انسانان جايز الخطا دي. کله چې ستاسو احساس دا وي چې تاسو دې د کمال حد ته ورسېږئ، نو تل به د تېروتنو په هکله تشويش درسره وي. دا احساس غواړي مجبور مو کړي، ترڅو تاسو دې د هڅو څخه لاس واخلئ يا مو هڅې راکمې کړئ. هر وخت تشويش کوئ چې ولې تر دې دمه خپلې موخې ته رسېدلي نه ياست يا دا کار مو بايد په دې بڼه نه، بلکې په بله بڼه ترسره کړی وی. دا په داسې حال کې ده چې داسې فکر کول او تشويش لرل ستاسو د راتلونکې پر وړاندې لوی خنډ دی.
۱۱- د ټولنيزو او ارتباطي رسنيو سره ډېر وخت نه تېروئ
د ټولنيزو رسنيو څخه ډېره ګټه نه پورته کول او د هغو څخه د مهالوېش مطابق کار اخېستل، د باهوشه عاطفي کسانو له ځانګړنو څخه بلل کېږي، ځکه دا کار تاسو سره مرسته کوي چې په خپل ځان ډېر فشار رانه وړئ. کله چې تاسو ۲۴ ساعتونو کې د ډېرې مودې لپاره يا هم ټوله اونۍ انلاين واوسئ؛ نو داسې ده چې په تاسو پورې د فشار او استرس يو سيم نښتی وي.
د يوې مودې لپاره د انټرنېټ، موبايل، برېښناليک… پرې کېدل او له هغو څخه واټن اخېستل، تاسو ته ارامښت درکوي. څيړوونکي وايي: د يو څه مودې لپاره د ټولنيزو رسنيو څخه لرې پاتې کېدل ستاسو فشار او اسټرس راکموي. دا به ډېره ستونزمنه وي چې د يوې موضوع په اړه ښه فکر وکړئ، په داسې حال کې چې ستاسو ټول فکر برېښناليک او مسېنجر ته وي.
داسې نه ده چې د ټولنيزو رسنيو څخه دې هېڅ ګټه وانخېستل شي؛ بلکې د هغو څخه د پلان او برنامې مطابق استفاده کول؛ تاسو ته ارامښت، ښه خوب او ښه روغتيا دربښي.
۱۲- د اضطراب زېږوونکو موادو مصرف راکموئ ( لکه: قهوه )
د قهوې ډېر مصرف په بدن کې ادرنالينو د ازادېدولو لامل کېږي، چې په پايله کې کړاو، اضطراب رامنځ ته کوي او يا هم په تاسو کې د ( يا جنګ وکړه او يا وتښته ) احساس پيدا کوي. په داسې حالت کې د عقل څخه په استفادې فکر کول او پرېکړه کول ستونزمن کېږي. کافئين د انسان مغز او بدن داسې حالت ته چمتو کوي چې احساسات په کړنو غلبه وکړي او استرس ولري. د لوړې عاطفې هوش لروونکي کسان په دې پوهېږي چې کافئين داسې ستونزې زېږوي. په ځای د دې چې دا ستونزه زېږوونکې ماده پر دوی کنټرول ولري، نو دوی هغه تر خپل کنټرول لاندې راولي. يانې له دې مادې څخه ډېره ګټه نه اخلي.
کافئين: (په انگلیسی: Caffeine) ورته ويل کېږي، داسې يوه ماده چې په ډول ډول شنو يا زرغونو پاڼو کې پيدا کېږي. لکه: قهوه، ککو، چای… او داسې محرکه مواد دي چې کولی شي د خوب مخنيوی وکړي او همدارنګه د ځينو معدني موادو لکه، د اوسپنې د جذب مخنيوی هم کوي.
۱۳- په کافي اندازه خوب کوئ
خوب د عاطفي هوش په لوړولو او د فشار په کنټرول کې رغنده ونډه لري. کله چې ويده کېږئ، نو په کافي اندازه تازه انرژي اخلئ. کله چې راوېښېږئ نو ذهن او فکر به مو روښانه وي. د لوړې عاطفې هوش لروونکي کسان په دې پوهېږي؛ که دوی په کافي اندازه خوب ونه کړي، نو حافظه يې کمزورې کېږي او د مسائلو په اړه يې د فکر کولو او پرېکړه کولو وړتيا کمزورې کېږي. خوب د داسې کسانو د لومړيتوبونه څخه شمېرل کېږي.
۱۴- د منفي افکارو څخه ځانونه ژغورئ
هر څومره چې ډېر په منفي فکرونو کې بوخت پاتې شئ، نو دا افکار مو پياوړي کېږي. زمونږ ډېری منفي افکار، يوازې افکار دي او واقيعت نه لري. د لوړ عاطفې هوش لروونکي انسانان خپل افکار د واقعيتونو څخه بېلوي، ترڅو د منفي افکارو د ګودال څخه ځانونه وژغوري او خپله ټوله توجه مثبت ليد ته اړوي.
۱۵- هېڅ چا ته اجازه نه ورکوې چې ستاسو د خوښۍ منخيوی وکړي
کله چې ستاسو خوښي د نورو خلکو پورې اړه ولري، نو نشئ کولئ چئ د خپلې بېړۍ چلوونکی شئ.
اړينه نه ده چې خپل ځان د نورو سره پرتله کړئ. دا مهمه نه ده چې خلک ستاسو په اړه څه وايي. که تاسو خپله وغواړئ چې خوښ پاتې شئ نو کولی شئ او دا د نورو خلکو پورې اړه نه لري.