ليکنه: صابرحميدي
د جرمني هیواد د فوټبال ملي لوبډله د آرجنټاین او استوني فوټبال ملي لوبډلو سره په راتلونکې اکتوبر میاشت کي دوې دوستانه سیالۍ لري، چي یادو لوبو ته جرمني فوټبال فدراسیون خپله ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه.
په دې اعلان سوي لیست کي افغانی الاصله فوټبالر ندیم امیري هم اخیستل سوی.
د جرمني ملي لوبډلي ته غوره کړل سوي لوبغاړي په دې ډول دي:
ګول ساتونکي: مانوئل نویر، برنډ لنو او مارک تراشتګن
دفاعي کرښه کي: ګینتر، هالستنبرګ، کلسترمن، شول، استارک، سول او طه.
مرکزي برخه کي: برندت، امره چان، ګنبري، ګورتزکا، ګوندوګان، هاتتز، هکتور، کیممیچ او کروس.
بریدګر لوبغاړي: والدشمیت، رویس، ورنر او ندیم امیري،
دا لومړۍ ځل دئ، چي ندیم امیري د جرمني هیواد فوټبال ملي لوبډلي ته غوره سوی، هغه تر دې مخکي د جرمني هیواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډلي لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.
ندیم امیري د جرمني هیواد په یوه لوبډله بایرن لوارکوزن کي هم څلور کلن تړون لري، چي په یاده لوبډله کي لوبیږي.
امیري چي تر دې مخکي د بلي جرمنۍ لوبډلي هوفنهایم سره وو د ۱۱ میلیونه یورو په ارزښت د هوفنهایم څخه جلا او د بایرن لورکوزن سره یوځای سو.
هغه تر ۲۰۲۴م کال پوري د بایرن لورکوزن سره قرارداد لري.
امیري په اصل کي افغانی دئ، مګر هغه د جرمني هیواد د ځوانانو په ملي لوبډله کي هم لوبېدلی.
افغان فوټبال فدراسیون هغه ته څو ځلي په ملي لوبډله کي د لوبېدو وړاندیز کړی، خو هغه د نامعلوم دلیل له امله ندی منلی.