یوه ورځ او د رغونې پروژې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د بیلو پروګرامونو له خوا په ایکي یوه ورځ کې د څه باندې ۶۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ پر مختیايي پروژو د جوړولو د کار خبر ورکړی دی.

دا پروژې چې استنادي او محافظوي دیوالونه، د اوبو رسولو شبکې،ښوونځي جوړول، کاریزونه رغول او کانالونه جوړل په کې راځي چارې یې په ۸ ولایتونو کابل، تخار، بغلان، نورستان، پکتیا، کاپیسا، کونړ او لوګر ولایتونو کې روانې دي.

په داسې حال کې چې په هیواد کې کورونا ناروغۍ خوله لګولې، نا امني لوړ پوړ ته رسیدلې، او وچکالۍ اقتصاد زیانمن کړی دی ډیری هیوادوال بې کاره او دې ته اندیښمن دي چې څنګه یوه ګولۍ ډوډۍ پیدا کړي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د یادو پروژو په مټ سیمه ییزو خلکو ته څه باندې ۳۳ زره کاري ورځې رامنځ ته کړي دي چې په دې ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګر هم خپلو کورنیو ته حلاله روزي ګټي او هم د خپل هیواد په رغونه کې رغنده ونډه اخلي.

په یادو پروژو کې یو شمیر یې د اوبو رسولو پروژې دې چې کورونو، ښوونځیو، مدرسو، او روغتیايي کلینیکونو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کوي څاه ګانې، چینې او کاریزونه د دې اوبو سرچینې دي چې ډیرې پروژې یې سولري دي یاد وزارت د څاه ګانو تر ایستلو وروسته هغه په سولر سیستم سنبالوي د لویو پایپونو په مټ دا اوبه کورونو او نورو اړو بنسټونو ته لیږدول کیږي او د نلکو له لارې ویشل کیږي، د هېواد په کلیو او بانډو کې د څښاک اوبه چمتو کول د وزارت له لومړیتوبو دی ځکه د وچکالۍ له کبله د اوبو کچه ښکته شوې او ډیرې څاګانې وچې شوي او د ژورو څاه ګانو ایستل د هر وګړي د وس خبره نه ده ځکه چې ډیر لګښت پرې راځي له همدې کبله د ګڼ شمیر سیمو اوسیدونکي ککړې اوبه څښي چې راز، راز ناروغۍ ورسره تړلې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف د څارنې د ګډ پروګرام یا (جي اِم پي) د ۲۰۱۷ کال د راپور له مخې، د هېواد په کلیوالي سیمو کې د څښلو اوبو ته ۵۳ سلنه خلک لاسرسی لري؛ په ملي کچه دغه فیصدي ۶۳ سلنه بلل شوې ده.

د یاد وزارت د ولسي تړون پروګرام چې تر ۲۰۲۶ م کاله به روان وي ژمن دی چې د څښاک د پاکو اوبو د چمتو کولو په برخه کې ستراتيژۍ او پلانونه جوړ کړي او بیا یې پلي کړي، هیله ده چې په دې موده کې افغان وګړي د پاکو اوبو له نعمته برخمن شي. بله خوا افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمن دی چې تر ۲۰۳۰ م کاله د افغانستان ټولو وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

او یو شمیر نورې پروژې لکه کانالونه، سربندونه، استنادي دیوالونه او نور له دې کبله یاد وزارت ته لومړیتوب لري چې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي کروندګر دي او دا سکتور یې د اقتصاد د ملا تیر بلل کیږي نو د وزارت هڅه داده چې اوبه مدیریت کړي، کروندو ته یې ورسوي د ضایعاتو مخه یې ونیسي او ورسره کرنیزې ځمکې، باغونه او کورونه د موسمي سیلابونو له ګواښه وژغورل شي، یاده دې وي چې یوازې د یادو پروژو له ګټو به لسګونه زره خلک برخمن شي.