ګوتریش: افغانان باید له خطر او ستونزو وژغورل شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ملګري ملتونه وایي د افغانانو ژوند د لوږې او بېوزلۍ له امله له سخت وضعیت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان د ژمي او لوږې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه ستونزې د حل لپاره اړینې مرستې وکړي.

هغه وایي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده شي، افغانستان ته دې د پیسو د لېږد زمینه برابره شي او په دغه هېواد کې دې د نقدو پیسو د نشتون ستونزه هم حل کړل شي.

انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو له مرستندویه خواوو هم غوښتي چې له افغانستان سره په خپلو مرستو او همکاریو کې پراختیا راولي او په دې توګه د افغانانو ستونزې ختمې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي