کورنیو چارو وزارت: امنیتی کسانو ته د سرغړونې اجازه نه ورکوو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

کورنیو چارو وزارت وايي‌ د سرغړوونکو امنیتي کسانو پر وړاندې به جدي اقدامات ترسره کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوی د کابل ښار په دویمه حوزه کې د هغه ځوان کورنۍ ته د خواخوږۍ په موخه ورغلي وو، چې څو ورځې وړاندې د امنیتي کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د یادې کورنۍ له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی به عدالت تامینوي او د ورته سرغړونو د تکرار اجازه نه ورکوي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې هېڅوک تر قانون لوړ نه دي، امنیتي کسان د خلکو د امنیت مسوول دي او د سرغړونې په صورت کې به یې پر وړاندې قانوني چلند کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال پر ټولو امنیتي کسانو غږ کړی چې له غیر قانوني اقداماتو لاس په سر شي او د خپلو خلکو د امنیت په برخه کې هڅې لا ډېرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي