که غواړئ له يو غريب هلک سره واده وکړئ، نو لاندينيو ټکو ته پام وکړئ!

سپینه تجريدي ډیزاین
که چېرې داسې يو خواستګار لرئ چې هلک او کورنۍ یې بېوزله وي خو بیا هم تاسو غواړئ چې له هغه سره واده وکړئ نو لاندينيو ټکو ته پام وکړئ! په ګډ ژوند کې پيسې ډېرې ارزښتمنې دي او له پيسو پرته هوسا ژوند نه شو جوړولای. خو د نړۍ ټول وګړي شتمن نه دي او يا هم کېدای شي يوه نجلۍ شتمن خواستګار ونه لري او تل ورپسې له بېوزلو کورنیو خواستګار راشي. نو په داسې حالاتو کې څه وکړو؟ د دغې پوښتنې د ځواب د ترلاسه کولو لپاره نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی_ زيارکښ

که چېرې يو غريب هلک ستاسو خواستګار وي نه باید د هغه د غريبۍ لپاره رد ځواب ورکړئ، بلکې د هغه د وجود دننه ځانګړنو ته پام وکړئ! له هغه هلک سره چې واده کوئ، تر ټولو غوره ځانګړنه چې باید د هغه په وجود کې شته وي هغه دا ده چې باید زيارکښ وي، نو هڅه وکړئ او ووينئ چې دا هلک زيارکښ دی او که نه؟ د کار د لاسته راوړلو لپاره زیار باسي او که پلمې کوي؟ که چېرې دا خواستګار مو زيارکښ و، له کومې پلمې پرته یې وړاندیز ومنئ ځکه چې زیار کښ انسانان د ژوند په هرې مرحلې ان تر واده وروسته هم برياليتوبونو ته رسېدلای شي خو که چېرې خواستګار مو ټنبل و، له هغه سره د واده کولو نه ډډه وکړئ!

دويم_ مالي وضعيت

دې ته مو پام وي چې د خپل هر خواستګار مالي وضیعت د خپلې کورنۍ له مالي وضعيت سره پرتله کړئ، ځکه د دوو کورنیو ترمنځ د مالي وضیعت ډېر توپير په راتلونکي کې تاسو ته ستونزې زېږولای شي. نو که چېرې يو غريب خواستګار لرئ او تاسو په خپله له يوې شتمنی کورنۍ نه یئ نو هېڅکله دا اړیکه مه منئ، ځکه چې يو غريب هلک د يوې شتمنۍ کورنۍ د لور غوښتنې نه شي پوره کولای او په راتلونکي کې به تاسو ته ډېرې ستونزې جوړې شي.

درېیم_ بېکاري

وګورئ چې خواستګار مو اوس مهال کار کوي او که بېکار دی، ځکه هغه هلک چې غواړي ګډ ژوند پيل کړي خو هېڅ ډول دنده ونه لري له هغه هلک سره واده کول مناسبه کار نه دی. هره ښځه چې هر څومره له خپلو هیلو نه تېره شي او د خپل خاوند لپاره قرباني ورکړي بیا هم د ژوند کولو لومړنیو توکو ته اړتیا لري او يو بې‌کاره هلک نه شي کولای چې ان ستاسو لومړنۍ اړتياوې هم پوره کړي. خو که چېرې خواستګار مو داسې يو هلک وي چې لږترلږه يوه کوچنۍ دنده هم ولري منل یې ستونزه نه جوړوي، ځکه څوک چې کار کوي او زيار باسي په راتلونکي کې ارومرو لوړو دندو ته رسېږي.

څلورم_ هڅه

له هغه غريب هلک سره چې تاسو غواړئ واده وکړئ د هغه هڅې ووينئ او ځان په دې باوري کړئ چې ايا هغه به په راتلونکي کې پر خپلې دندې او کارونو کې پرمختګ وکړي او يا به همداسې پاتې شي؟ که چېرې مو د هغه راتلونکی روښانه لیدو نو رد ځواب مه ورکوئ او د واده وړانديز یې ومنئ، خو که چېرې مو ولیده چې د پرمختګ لپاره هېڅ ډول هڅه نه کوي نو واده ورسره په کوئ!

پينځم_ صبر

که چېرې غواړئ له يوه غريب هلک سره واده وکړئ، د خپل صبر وازمایئ او ووينئ چې په بېوزلۍ کې د ګډ ژوند پر مخ وړلو صبر لرئ او که نه؟ که چېرې د هر ډول ستونزو د زغملو وړتیا لرئ د خپل غريب خواستګار د واده وړانديز ومنئ خو که په بېوزلۍ کې ژوند پر مخ نه شئ وړلای نو هڅه وکړئ چې له ځان سره د هغه هلک ژوند هم تباه نه کړئ!

شپږم_ هيلې

خپلو هیلو ته نظر وکړئ او ووينئ چې هيلې مو په کومې سطحې کې دي، که ډېرې لوړې تمې لرئ او پوهېږئ چې يو غريب هلک یې نه شي پوره کولای نو خپل غريب خواستګار ته رد ځواب ورکړئ، خو که چېرې هیلې مو په ټيټه کچه کې وي او يا د دې وړتیا لرئ چې د خپل راتلونکي خاوند لپاره خپلې هيلې قرباني کړئ نو د واده وړانديز یې ومنئ!
په پای کې باید یادونه وکړم چې پيسې هېڅکله د مينې ځای نه شي نیولای خو پيسې د خوشحاله ژوند بنسټ جوړوي نو که چېرې يو غريب خواستګار لرئ نو تر هر څه مخکې لومړی د خپلې کورنۍ مالي وضیعت ته غور وکړئ، ځکه که تاسو خپله له يوې غريبې کورنۍ نه اوسئ او د يوه شتمن خواستګار د راتلو تمه لرئ کېدای شي دا تمه مو پوره نه شي او غوره ده چې همدا خواستګار ومنئ!