که غواړئ د نورو له اغېز پرته ژوند وکړئ، نو خپل راز له چاسره مه شريکوئ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
هر څوک په ژوند کې د يو لړ تېروتنو ښکار شوى، چې بيا پرې پښېمانه وي او تل ځان په دې خبره ځوروي، چې کاش داسې مې نه وای کړي.
ولې موږ انسانان تېروتنه کوو؟
ولې يې بيا د راز په ډول ساتو؟
او ولې يې نشو هېرولى؟
کله، چې مو دې درې پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړل نو کولاى شئ، چې له کوم ډار او ذهني نارامۍ پرته له سکونه ډک ژوند وکړئ.
موږ انسانان جامع الکمالات نه يو، موږ دې نړۍ ته ملايکې نه يو راغلي، چې په هېڅ ډول به تېروتنه نه کوو.
تېروتنه کول انساني غلطي ده، خو په تېروتنه کې پاتې کېدل بيا له دې هم لويه ستونزه جوړوي او هيلې مو
وژني.
که تاسو په تېر وخت کې مينه کړې او ماته مو خوړلې وي نو ځان ته په دې خبره د ملامتۍ ګوته مه نيسئ، چې ولې مو مينه وکړه، بلکې ووايئ چې دا یو انساني غوښتنه وه او مقابل لوري ترې غلطه ګټه پورته کړه.
که تاسو په کوچني والي کې داسې کوم کار کړى وي، چې اوس يې به کولو شرمېږئ، نو هېڅ خبره نه ده د کوچنيوالي ژوند د همدې تېروتنو له وجې خوندور وي، چې د خاطراتو يو ستر کتاب ترې جوړيږي.
راځئ هغه څه چې موږ ځوروي او د اوس لپاره مو له ژوند څخه ايستلي يو په خورا ميړانې ووايو ما دا تېروتنه کړې، که څوک راباندې خاندي نو ښه دې د زړه له تله وخاندي او د زړه بوج دې کم کړي.
ستاسو دا ډول چلند به تاسو ته د راتلوونکي ژوند نوې وږمې او هيلې درکړي، تاسو ته به دا فرصت درکړي، چې په اوس وخت کې ژوند وکړئ.
نو راځئ، چې د خپل ځان لپاره ژوند وکړو او راتلوونکې ته هيله مند پاتې شو.