که غواړئ اوږد عمر ولرئ، نو دغه عادتونه پرېږدئ!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه/
هر څوک په ژوند کې د اوږد عمر هیله د جسمي او اروايي روغتيا سره لري.
د هارپي نيوز په حواله، د مسايلو پراخه لمن او اغېز د انسان په ژوند کې، ډېر اړين دي. له دې ډلې، د هر شخص عادتونه دي.
برېټانوي متخصصان ټينګار کوي، چې د نورو ګامونو ترڅنګ چې يو کس يې د اوږد عمر لپاره تر سره کوي، د غلطو عادتونو پرېښودل خاص ځاى لري. تر ټولو پېژندل شوي عادتونه چې د وګړو د کم عمر سبب کېږي، په لاندې توګه دي:

د کم تحرکه/ خوځښت ژوند بڼه؛

که ورزش ته يوازې د وزن کمولو وسيلې په سترګه ګورٸ، نو بايد تغيير ورکړٸ. په مقابل کې، بايد تحرک او ورزش ته د خوښۍ، روغتيا او اوږد عمر وسيلې په سترګه وګورو. څېړنو ښودلې چې کم خوځښت کولاى شي د روغتيا لپاره د جدي ستونزو سبب شي لکه د ميتابوليزم د کموالي خطر، د عضلاتو کمزوري، چاغښت او د وينې د کولسټرولو کچې لوړېدل. د عضلاتو د فعال ساتلو سره، بدن د ټولو غړو لپاره د وينې د پمپ کولو زياته وړتيا پيدا کوي او په پای کې اکسيجن او خوړنيز مواد د سلامتيا ساتلو لپاره د بدن د حجرو د لاسرسي وړ ګرځوي.

منفي اندي؛

ډېرى خلک د ناهيلۍ او  ژوند په اړه منفي اندۍ د خطر څخه، د اوږد عمر کمولو اغېز څخه ناخبره دي. په اصل کې د نړۍ په اړه منفي ليد د ستړيا، ناخوښۍ او په ژوند کې، د نه خوځښت سبب ګرځي. او له دې هاخوا دا موضوع د وخت وړاندې زړښت او د حجرو د مرګ سبب کېداى شي.
په يوې څېړنه کې چې د انګلستان د ټولنيز روغتيايي سروېس له لوري تر سره شوې، ښيي هغه کسان چې د ژوند پر وړاندې منفي فکر لري، د بدن د ضعيف دفاعي سيسټم څخه کړېږي او د مثبت اندو وګړو په پرتله يې بېلابېلې ناروغۍ ګواښي.

کافي خوب نه لرل؛

خوب د بدن د عمومي روغتيا لپاره طبيعي اړتيا ده. ويده کېدل يوازې د ښه موډ درلودل او ستړيا حس لرې کول نه دي، بلکې کله چې څوک ويده کېږي، د بدن حجرو ته لکه عضلو او د مغز غړو ته د رسېدلو زيانونو د رغېدو او د نويو حجرو د ځايناستي کولو فرصت ورکوي. له بل پلوه، خوب د بدن ميتابوليزم او د هورمونونو ترشح تنظيموي. د شپې په اوږدو کې ارام او خوږ خوب لرل، د يوه خوشحاله، روغ او اوږد عمر کيلي ده.

د سرې غوښې په خوړلو کې افراط/ زیاتی؛

له شک پرته د يو سالم خـړنيز رژيم درلودل، د بدن په روغتيا او د انسان په اوږد عمر کې ځانګړى نقش لري. فست فوډ او خواږه څښاکونه، د خوړنيزو عادتونو له بدترينو څخه دي، چې د وينې د کولسټرولو او قند د کچې لوړېدو سربېره، د قلبي – عروقي او مغزي سکتې ناروغيو ګواښ زياتوي.
همدارنګه د سرې غوښې مصرف او ټول هغه خواړه چې په ترکيب کې يې غوښه شته، د کولمو د بېلابېلو ناروغيو لکه سرطان اصلي عامل دى. څېړنو څرګنده کړې چې د غوښې لرونکى خوړنيز رژيم لرل، د قلبي او سرطان په څېر د مرګونو ناروغيو سره اړيکه لري.