د معدې تېزابیت یا د معدې سوځېدل یوه عامه ناروغي ده، چې له مرۍ بیا د معدې تر ښکتنۍ برخې پورې دوام لرلی شي.
د معدې د تېزابیت له امله کېدای شي ډېری وخت ناروغ سخت ټوخی هم ولري، چې دا ناروغۍ د امیندوارو ښځو لپاره خورا ځوروونکې وي.
که چېرته د معدې تېزابیت ستونزه مو دومداره وي، نو ځینې داسې خوراکي توکي هم شته، چې یاده شوې ستونزه حلوي، لکه: بادام، کېلې، سره غوښه، شات، غلې او لوبیا.
له دې سره سره داسې خوراکي توکي شته چې زموږ د معدې تېزابیت ستونزه ورسره زیاتېږي. نو راځئ چې دا خوراکي توکي وپېژنو:
۱ـ سره کړي خواړه:
هغه خوراکي توکي چې په ډېره کچه کالوري یا هم وازدې لرونکي وي، د معدې تېزاب ورسره ډېرېږي.
۲ـ پیاز:
که چېرته د معدې تېزابیت ستونزه لرئ، نو د خامو پیازو او هوږې خوړلو څخه ډډه وکړئ، او پر ځای پاخه شوي پیاز اوهوږه وخورئ، ځکه خامه هوږ او پیاز د معدې تېزابیت ډېروي.
۳ـ تروشې مېوې:
هغه کسان چې د معدې د سوزش ستونزه لري، نو له تروشو مېوو لکه لېمو، نارنج او نورو تروو خوړو څخه دې ډډه وشي.
۴ـ کافي/ قهوه:
لکه څنګه چې د کافي ډېر استعمال په خلکو کې د ذهني فشار لامل کېږي، ورسره د معدې تېزابیت هم زیاتېږي.
۵ـ مساله لرونکي خواړه:
هغه خواړه چې ډېره مساله پکې وي، د معدې سوخت لپاره بد تمامېږي، ځکه چې دا ډول خواړه د هضم مرحله کمزورې کوي.
۶ـ چاکلیټ:
د چاکلیټ په جوړښت کې د کافین او تیبروماین په نوم مادې شتون لري، چې دا مادې د تېزابیت ستونزې زیاتوي.
۷ـ یخ څښاک:
هغه کسان چې د معدې تېزابیت لري، داسې ګمان کوي چې د يخو اوبو او نوشابو په څښلو سره یې د معدې سوخت ښه کېږي، خو دا