که دا ۱۲ عادتونه لرئ، ژوند به مو له خفګانه ډک وي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د خفه خلکو ۱۲ عادتونه
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
خوشحالي هغه څه ده چې موږ ټول یې په لټه کې یوو. د یوه انسان په توګه، موږ باید دغه دوه ټکي ومنو: ۱- ژوند لنډ دی. ۲- خپګان زموږ ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
د عمومي مالوماتو له نظره هم زموږ عادتونه زموږ د ژوند پر کیفیت خورا زیات اغیز لري؛ همدغه عادتونه په ځانګړي توګه زموږ پر خوشالۍ او یاهم بخت مستقیماً اغیز لري. د ژور خپګان (ډيپریشن) او عادي خپګان (خواشیني) ترمنځ خورا زیات توپیر دی. ژور خپګان (ډیپریشن) د ماغزو د ګډوډۍ په مانا ده، خو خواشیني داسې یو حالت ده، چې موږ یې ډیری وخت د خپل ژوند کولو له لارې ځان ته غوره کوو. د ژور خپګان (ډیپریشن) په څیر، موږ کولی شو چې خواشیني هم وپيژنو او درملنه یې وکړو.
لاندې هغه دولس عادتونه دي، چې خواشیني رامنځته کوي او هر انسان کولی شي چې مخه یې ونیسي:
۱ اوږد مهالی شکایت
بریالي او خوشحاله خلک ډیر شکایت نه کوي. له بل لوري، دا داسې بریښي چې اوږد مهاله شکایت کوونکي کسان تل په ذهن کې منفي فکرونه لري او تل هڅه کوي چې منفي او زړه دردوونکې خبرې وکړي، ان که شاوخوا کسان یې خوشال او مثبت اندي هم واوسي.
موږ هر یوه ته ژوند مختلف حالتونه او شرایط را په برخه کړي دي، خو په پای کې دغه ټول حالات او شرایط زموږ خپل دي، ان که مناسب وي او که نامناسب، که غواړو یې او که نه یې غواړو. همدا د ژوند اصول دي. په پای کې، هڅه وکړه چې د ستونزو څخه د شکایت کولو پر ځای، چې هیڅ مرسته درسره نه شي کولی، د حل لارې ورته پیدا کړې.
۲ د خپل او د نورو وړو خبرو پسې ګرځیدل
هغه څه چې له ځان سره وایو، هماغه زموږ نفس او کړنو ته بڼه ورکوي؛ که دا بڼه ښه وي او که بده. د خپل ځان ارزښت زموږ د خوشالیو یو مهم عنصر دی او موږ ټول دا حق لرو چې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولرو. په دې پوه شه، چې کله دې تیروتنې ترسره کړې، نو ویې منه او ترې تیر شه او په ‌ذهن کې دې منفي فکرونو ته ځای مه ورکوه. همداراز د نورو ذاتي توپیرونو ته درناوی کوه او په دغه خبره ځان پوه کړه، چې هر څوک حق لري پرته له بیځایه نیوکو خوشاله ژوند وکړي.
۳. له مادیاتو هاخوا ژوند کول
موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو، چې وګړي یې مادیات پالي او مادیاتو ته ډیر ارزښت ورکوي. په کور، دفتر، بازار او په هرځای کې د نویو موټرو، کورونو، وسایلو او کریډټ کارتونه سوداګریز اعلانونه ګورو، چې په اعلانونو کې رانیول یې په ډیرې اسانۍ سره بیانوي، خو په حقیقت کې سخت وي. نو ان یوه ثانیه هم په اړه یې فکر مه کوه ، ځکه چې نوي بازار ته راغلي توکي په لومړیو کې د انسان د اړتیا احساس راپاروي، خو له لږ ځنډ وروسته بیا هغه احساس نه وي پاتې.
د دې پرځای داسې څه وکړه، چې ستا ژوند ته پرته له کوم عوض څخه خوشالي راولي او ته ترې ښه ګټه پورته کړې. مطالعه، تمرین (سپورټ)، د ښکلو ځایونو او منظرو څخه لیدنه او دې ورته نور مسایل د خوشاله او سوکاله ژوند درلودلو عمده عناصر دي.
۴ منفي اعتیاد
په ژوند کې د انسانانو اعتیاد له ډيرو شیانو لکه، خوړو، د څښاک توکو، تفریحي وسایلو او داسې نورو شیانو سره همغږی دی، خو دغه شیان هغه وخت په ستونزو بدلیږي او یاهم ستونزې راولاړوي، چې کله زموږ په ژوند کې د عادت اصلي محور وګرځي او خپل ډیر تمرکز پرې وکړو. له بده مرغه چې ډیری کسان خپل ژوند د روږدو عادتونه له وجې له لاسه ورکوي، چې له دغو عادتونو څخه یو عادت په شرابو او نورو مخدره توکو روږدیتوب دی. په ژوند کې د دغه منفي اعتیاد د مخنیوي ساده لار د ژوند په اصلي مانا پوهیدل دي، چې ته ولې دې نړۍ ته راغلی یې او څه باید وکړې؟ ایا ستا ژوند له همدغو څو منفي عادتونو سره تړلی دی او که نه په ژوند کې داسې نور څه هم شته چې باید ترسره یې کړې؟
۵ په ماضي حالت پښیمانتیا
پښیماني نه یوازې دا چې بې مانا ده، بلکې خورا زیانمنوونکې هم ده. څیړنو ښودلې چې د یوې ماضي پریکړې په اړه په دوامداره توګه د منفي فکرونو درلودل او پښیماني څرګندول، سخت اضطراب او ژور خپګان (ډیپریشن) ته لار هواري. نننۍ اروا پوهنه د پښیمانۍ سره د مبارزې څلور لارې چارې موږ ته را په ګوته کوي: ۱. له تیروتنو نه مو درس واخلئ، خو په اړه یې زیات فکر مه کوئ. ۲. که حالات نه شئ بدلولئ، نو پرې یې ږدئ. ۳. ډيره ملامتیا په بل چا اچول او بل څوک تل پړ ګڼل، کوم ځای نه نیسي. ۴. هڅه وکړه چې له شته حالاتو سره په مثبت او موازي ډول ولاړ شې.
۶ د راتلونکي په اړه تشویش کول
موږ د خپل راتلونکي په اړه د ویلو لپاره ډیرڅه لرو، خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې موږ ځان بې واکه کوو؛ دا یوازې یوه وړوکي حقیقت ته اشاره کول دي. هغه څه چې موږ یې کولی شو، هغه دا ده چې باید په حال زمان کې له هغو وړتیاو او نعمتونو څخه ګټه پورته کړو، چې خدای پاک موږ ته زموږ د پیاوړي کولو په پار راکړي ترڅو خوشاله ژوند وکړو.
مشهوره وینا ده چې وایي: “په حال زمان کې ژوند وکړه. هغه ستونزې چې په لار کې دې راولاړیږي، ورسره مباره وکړه. په ژوند کې ښکلي شیان تجربه کړه او خوند ترې واخله.”
۷ د ویرې له امله شړل شوی
د خواشینۍ د رامنځته کولو لومړنی ګام ویره ده. په دغې موضوع د پوهیدلو لپاره موږ باید بیا ځلې دا ووایو، چې په حال زمان کې ژوند وکړئ. په ساده توګه موږ په خپل ژوند کې هغه شي ته اجازه نه شو و