د کندهار په عینو ښارګوټي کي د یوه ملي سوداګر له لوري د بیلابیلو لوبو لپاره ورزشي جمنازیم د وطن په نوم جوړ سو، چي ئې په یو لړ خاصو مراسمو سره پرانیستنه وسوه.
د یاد جمنازیم مسئول نیاز احمد نورزاد وايي، چي یاد جمنازیم د یوه کال په موده کي جوړ سوی، چي تر دوه لکه ډالره ډېره پانګونه پرې سوې.
د نورزاد په خبره، چي یاد جمنازیم ئې پر نړیوالو معیارونو برابر جوړ کړی، چي د فوټسال ترڅنګ پکښي د باسکیټبال، والیبال، رزمي لوبي او ګڼ شمېر نوري سیالۍ هم پکښي ترسره کیږي.
یاد مسئول وايي، چي یاد جمنازیم کي پر یوه وخت درې زره نندارچیان هم ځایږي.
هغه وايي د میدان سبز په نوم یو بل ورزشي میدان باندي هم کار روان دئ، چي راتلونکي کي به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
کندهار کي دا شپږم خصوصي جمنازیم دئ، چي د ملي سوداګرو له لوري جوړیږي.
کندهار کي د سپورټ مینوال دا ډول جمنازیمونه د فوټبال او فوټسال د ودې لپاره خورا مهم بولي.