کندهار کي د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ لوبي پيل سوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د سې شنبې په ورځ مسئولینو د کندهار د عینومیني په وطن لوبځای کي د ۱۶ ښوونځيو د فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پرانیستنه وکړه.
په دغه لوبو کي به د کندهار د پوهني ریاست اړوند د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ هره ورځ دوې ـ دوې رقابتي لوبي ترسره کیږي.
82524051 2312697878955173 533396837508317184 o کندهار کي د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ لوبي پيل سوې
د یادو سیالیو یو تنظیمونکی عصمت الله ریښتین وايي د دغو سیالیو څخه ئې عمده موخه د زده کوونکو د ژمنیو رخصتیو څخه په ګټي اخیستني زده کوونکي لوبو ته رابلل او د دوی ترمنځ همږغي جوړل دي.
83275489 2312698475621780 2786151138955624448 o کندهار کي د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ لوبي پيل سوې
په دغو سیالیو کي شامل زده کوونکي هم د پوهني ریاست له دې اقدام څخه خوښ دي او د ورته نورو لوبو غوښتنه کوي.
82639561 2312697798955181 6734324899822698496 o کندهار کي د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ لوبي پيل سوې
دوی وايي د پخوا په پرتله کندهار کي سپورټ پرمختګ کړی.
په کندهار کي په ۶ خصوصي جمنازیمونو کي هره ورځ لسګونه د فوټسال، والیبال، باسکیټبال او ګڼي نوري رزمي لوبي ترسره کیږي، چي ګڼ ځوانان ئې په سپورټ بوخت ساتلي.