کرن جوهر: ډیپیکا پاډوکون به د بختور په نصیب وي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندي سینما د فلمونو وتلي لیکوال او ډاریکټر کرن جوهر په یوه راډیوي خپرونه کې د اوریدونکو پوښتنې ځوابولې.
دی د فلمونو سربیره، په فامیلي اړیکو کې هم ښه مطالعه لري، په کورني نظام يې خبرې کولې.
نوموړې په کورنیو چارو کې د مشورې او مداخلې په تړاو مفصلې خبرې وکړې او د اوریدنکو ګڼو پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.
یو اوریدونکې له نوموړي وپوښتل، “ستاسې په نظر، بالیووډ کې ښه خواښې (د ښځې مور) څوک ده؟
کرن جوهر د کوم چا نوم وانخیست، خو د یوې خواښې په ځانګړتیاو يې خبرې وکړې.
یو بل اوریدونکي په پرله پسې ټيلفوني اړیکه کې وپوښتل، چې که هندي سینما (بالیووډ) یوه فامیلي وه؛ ښه خواښې به څوک وه؟

جیا بچن د اشوای رای بچن خواښې ده

دا ځل کرن جوهر پرته له دې چې انتظار وباسي د جیا بچن نوم يې واخیست. جیا بچن د امیتاب بچن میرمن ده او د اشوای رای بچن خواښې ده.
هغې د کرن جوهر په فلم (کبهي خوشي، کبهې غم) کې لوبیدلې. د هغې وروستی فلم په ۲۰۰۳ کال کې (کل هو نا هو) و، چې پکې راښکاره شوه.
د خپرونې تر ټولو جالبه برخه دا وه، چې یو اوریدونکي پوښتنه وکړه، چې په بالیووډ کې څوک ښه اینګور یعنې (بابي) کیدلای شي؟
کرن جوهر اتومات د پاډماوتي فلم د اداکارې ډیپيکا پاډوکون نوم یاد کړ. وويې ویل، چې ډیپیکا پاډوکون تر بل هر چا ښه اینګور او د کور ښه بابي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډیپیکا پاډوکون او د وتلي ستوري رنویر سنګ ترمینځ د عاشقۍ کیسه بیخي توده ده، او تمه کیږي، چې په نژدې راتلونکې کې واده وکړي.