کدو؛ د سرطان خطر کموي، سترګو لید زیاتوي او پوستکی ښایسته کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: انا مټیو
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
کدو؛ هغه ترکاري چې د مني په موسم کې د ډیرو هیوادونو په بازارونو کې په ډیره لوړه کچه پلورل کیږي او ډیری خلک دغه د نارنج رنګ ته ورته ترکاري په هالووین (د اکتوبر میاشتې ۳۱ نیټه) کې د بیلابیلو شیانو په جوړولو کې ترې کار اخلي.
همدارنګه، موږ او تاسې د مني په موسم کې د نامتو خوړو په پخولو کې هم ترې کار اخلو لکه، د کدو بولاني، د کدو کافي، د کدو کلچې، د کدو حلوا، د کدو فیرني او همداسې نور.
خو موږ نه باید کدو یوازې د مني په موسم کې وخورو، بلکې د کال په اوږدو کې هر وخت ترې ګټه واخلو، ځکه چې د بیلابیلو ویټامینونو درلودونکی دی. که چیرې په صحي ډول پوخ شي (بوره او غوړي پکې زیات ونه کارول شي)، نو له روغتیايي ګټو څخه ډک خواړه دي او بدن ته به ډیره انرژي ورکړي.
کدو د لاندې ګټو درلودونکې ترکاري ده:
۱. د سترګو لید ته ښه دی
د A ویټامین د سترګو د ښه لید لپاره اړین دی، نو په همدې اساس کدو د دغه ګټور ویټامین درلودونکی دی. د روغتیا پالنې په یوې ویب پاڼه کې راغلي، که چیرې یو انسان د پاخه شوي کدو (اوبلن کدو) یو ګیلاس اوبه وڅښي، نو خپل وجود ته به یې د ورځنیو نورو خوړو په پرتله، زیات د A ویټامین ورکړی وي.
۲. په سرطان ناروغۍ د اخته کیدو خطر راټیټوي
د امریکا د متحده ایالاتو د سرطان ملي انسټیټوټ په ویب پاڼه کې راغلي، چې انټي اکسیداسیون antioxidants (هغه ماده چې په ډیرې کمې کچې سره د ډيری ترکیباتو د اکسید کیدلو مخنیوی کوي) کولی شی چې د یوه انسان د سرطان ناروغۍ په اخته کیدو خطر راټیټ کړي. دا ځکه چې انټي اکسیداسیون (antioxidants) په بدن کې ازاد راډیکالونه خنثی کوي او له فعالیت څخه یې غورځوي.
د انټي اکسیداسیون (antioxidants) مثالونه په خوړو کې پیدا کیږي او کدو د دغې مادې غني ترکاري ده.
۳. جلد ته ښکلا بښي
دغه ترکاري په خپل جوړښت کې بیټا کاروټن (هغه ماده چې په بدن کې په A ویټامین بدلیږي) لري چې کولی شي ستاسې جلد سالم، ښکلی او ځوان وساتي.
۴. د انسان د لوړ فشار په کنټرولولو کې رغنده رول لري
کدو پوټاشیم لرونکې ترکاري ده او روغتیا پالان وايي، د پوټاشیم لرونکو ترکاریو او میوو خوړل کولی شي چې د وینې لوړ فشار کنټرول کړي.
۵. د اضافي وزن (چاغښت) مخنیوی کوي
کدو ډيره برخه فایبر هم لري او فایبر د خوړو د هضم کچه راټیټوي. په همدې اساس، که چیرې یو انسان کدو وخوري، نو زړه یې وهي او ژر مړیږي او همدا وجه ده چې لږ خوراک کوي او اضافي وزن نه اخلي.
په پای کې، که چیرې ته په داسې ځای کې اوسې چې هلته د کدو د پیدا کیدو له ستونزې سره مخ نه یې او په پراخه کچه یې رانیولی شې، نو هڅه وکړه چې سر له نن څخه یې د خپل خوړو په مهال ویش کې اضافه کړې، ترڅو له بې سارو ګټو یې برخمن شې.