
کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په بت خاک څلور لارې کې د نننۍ چاودنې له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد وزارت په وینا، دا چاودنه د بت خاک څلور لارې ته څېرمه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نظامیان ټپيان شوي دي.
د یاد وزارت په خبره، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم کورنیو چارو وزارت په دې تړاو څه ویلي دي خو زیاته کړې یې ده چې دوی د یادې پېښې په تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي.