ښځې د چاپېريال په ساتنه کې څه رول لري؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 

چاپېريال ساتنه زموږ شا او خوا د هغو ټولو ژوندېو او غیر ژوندېو موجوداتو په اړه بحث کوي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په ژوند په مستقیم یا نامستقیم ډول اغېزه لري.

له بده‌مرغه د څو لسیزو جګړې، د مسلکي کدرونو نشتوالي او د عامه پوهاوي کمښت زموږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي.

اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږی، چې د دغو  هر یوه ککړتیا د انسانانو په ژوند خورا منفي اغېزه لري. له بده‌مرغه د افغانستان خلک په دې ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په چاپیریال کې ککړتیا که هغه د اوبو، خاورې او هوا وي اصلې منبع یې کورونه دي چې زیاتره یې په کورونو کې منځته راځي، په ازاده فضا کې ککړتیا په خپله نه رامنځته کېږي تر څو موږ او تاسې یا انساني فعالیتونه یې لامل نشي.

کله چې زموږ او ستاسي په کورونو کې کثافات ټول شي هغه کثافات بیا موږ راخلو او په ځای د دي چې کثافات دانۍ کې یې واچوو، هغه د جومات مخې، د کورونو مخ، یا په لارو کوڅو او یا یې هم ویالو ته ور اچوو او ویالې ورباندې ډکوو او که ډیر مهربانه اووسو د ټاکلو کثافت دانیو په څنګ کې يې غورځوو .

ښاروالۍ په هر ځاي کې کثافات دانی ایښي خو ما څوک ونه لیدل چې کثافات په کثافت دانۍ کې واچوي، همدا لامل دی چې چاپېریال مو ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

دا چې له سړیو څخه ښځه ډیر په کور کې وي او ټوله ورځ په کور کې په کارونو بوختې وي، سړی سهار وختي له کوره وځي د دندې په لور او ماښام کور ته راستنیږي، نو د ښځو لپاره لاندي ټکي یادول کولای شي چې د چاپیریال په ساتنه کې رغنده رول ولوبوي.

ښخې راتلونکي نسلونو ته د چاپيريالي فرهنګ د لېږ اصلي عاملې دي په دې ډول چې ښځې د خپلو اولادونو روزنه او پالنه کوي، د ماشوم د پيدا کېدو سره سم د ژوند کولو لارې چارې، فرهنګ، رسم او چاپېریال سره اړيکې د خپلې مور څخه زده کوي. څه ډول چې د ژوند کولو فرهنګ د ښځو په منځ کې عام شي او ښځې د اکوسيسټم توانمندي وپېژني، په هغه صورت کې کولی شي چې دغه معنوي ميراث خپلو اولادونو ته ولېږدوي.

ښځې چې د کور سمبالښت مديريت په واک کې لري. کولی شي چې د کور او محل د چاپېريال ساتونکي و اوسي.
ښځې د اضافي لګښتونو مخنيوي کوونکي دي په همدې دليل ښځې د کور په اداره او د ماشومانو په ساتلو او روزلو کې رغنده رول لري، طبعيتا دلږ مصرف فرهنګ چې ځانګړی رول په دې برخه کې لري د ښځو په وسيله منځته راځي.

په کورنو کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا د مخنيوي په موخه د درملو پر ځای د نورو سيمه‌یيزو دوديزو موادو کارول.

د پلاستيک او يو وار مصرف لوښو مخنيوی او يا لږ کارول چې وروسته بيا د هغې د تجزيې لپاره ۵۰۰ کاله لازم دي که چېرې د هغې نه په کمه اندازه کار واخيستل شي د چاپېريال په ساتنه کې به ډېره مرسته وکړای شي.
که چېرې ښځې د کور نظافت (پاکوالی)، د موټر مينځل د پيل نه د زبالو د حللارې چارې او د دوهم ځل لپاره د هغې کار اخيستنه، د کرنې لپاره دکورنی سرې (کود) تيارول او ګټه اخيستنه او داسې نور پروګرامونه چې د چاپېريال ساتنې په هکله په لاره واچول شي چې تر ډېره چاپېریالي ستونزې حل کيدای شي.
خو دې ډول موخو ته درسيدو لپاره او د ښځو ځواکمنول شايد ډيرې ستونزې ولري. په همدې وجه که ډله‌ييز ارتباطي وسايل په تېره بيا راډيو او تلويزيون په دې برخه کې د ښځو لپاره زيات پروګرامونه او علمي مطالب ترتيب او خپاره کړي دا به د چاپېريال ساتنه کې د ښځو په پوهاوي باندې پانګه اچونه شوي وي.

همدا ښځي دي چې د پاک چاپیریال په ساتلو کې مستقیمه او نامستقیمه ونډه لري او خپلو اولادونو ته باید د پاک چاپېریال په ساتلو کې لارښوونه ورکړي او د پاک او ناپاک چاپېریال د ګټو او ضررونو څخه یې خبر کړي او همدارنګه په خپلو تعلیمي ځایونو او کورونو کې نورو خویندو میندو ته د پاک چاپېریال په ساتنه کې عامه پوهاوی ورکړي او ورته  ووایې چې موږ هم د پاک چاپېریال په ساتلو کې د نارینه‌وو په شان مسوول یو او دا مو اسلامي، انساني او ملي وجیبه ده.

زه باوري یم که چېرته زموږ میندو او خویندو د چاپېریال په ساتنه کې خپل مسوولیت وپېژاندو او خپل مسوولیت ېې ادا کړ، نو ان شاءالله موږ به د یو پاک، زرغون او بې ضرره چاپېریال خاوندان اوسو، او د خلکو او نړیوالو پر وړاندې به د یو پاک فرهنګ، کلتور او با تهذیبه ټولنې خاوندان وبلل شو.