د اوسنیو علمي لاسته راوړنو له مخې د خولې او خولې شاوخوا برخو د ډېریو ناروغیو د پیدا کېدو، د ستوني د ستونزو، د ستوني او غاړې شاوخوا د دانکیو راختلو، د شدید غاښ درد او ژامي دردونو لامل د ږیرې خرېیل ښودل شوي دي.
د امریکا د تاریخ کتاب لیکونکي( سجعان ماریوني) په خپل دغه کتاب کې د ږیرې د پرېښودو د ګټو او د خرېیلو د زیانونو په هکله ویلي چې ځینې خلک ږیره نه خوښوي، حال دا چې د ږیرې پرېښودل تر خرېیلو غوره دي.
د ویکتور هوګو ځانګړي طبیب ژورژ په دې اند و چې ږیره ډېرې ګټې لري؛ ځکه خوله او شاوخوا یې له ډېریو ناروغیو څخه بچ کوي. له هغو رطوبتونو مخنیوی کوي چې د خولې شاوخوا برخو کې پیدا کېږي.
روغتیاپال کسان وايي چې ږیره د پوستکي د ځوان پاتې کېدو لامل کېږي. او نه پرېږدي چې مکروبونه د مخ د سوریو له لارې وجود ته ننوځي.
کله چې په لوېدیځه نړۍ کې د ږیرې خرېیل عام شول، د ږیرې پرېښودو ګټو ته په کتو سره، د ږیرې خرېیلو د مخنیوي انجمنونه جوړ شول.
سربېره پر دې د ستوني درد او زکام درملنه هم په ږیره پرېښودو کېدلی شي.
ږیره پوستکی د لمر له مضره وړانګو ساتي. د همدې ویښتانو د کوچنیو سوریو له لارې اکسیجن او هوا پوستکي ته دنننه کېږي او د پوستکي د تازه ګۍ او ځوانۍ لامل ګرځي.
له دینې پلوه هم د ږیرې خرېیل حرام او د سنتو پرېښودل دي.
ږیره د انسان د جامو په څېر د مخ پټوونکې، محاسن او ښایستونو کې شمېرل کېږي.