ډوهني دې ۲۰ اوریزه کرکټ پای ته ورسوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وایي، پخوانی لوبډلمشر او اوسنی لوبیدونکی لوبغاړی مهیندر سینګ ډوهني د ۲۰ اوریزه کرکټ کې خپل ځای نورو لوبغاړو ته پریږدي.
د هندوستان پخوانی توپ وهونکی وینګي پوراپو ویناکاتا لکشمن وايي، هندی کرکټ بورډ دې په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ډوهني پر ځای د بل بدیل لوبغاړي په اړه دقت وکړي.
نوموړي د سټار سپورټز تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د اوسني وخت ۲۰ اواریزه کرکټ حالت په کتو باید هندی پخوانی لوبډلمشر ډوهني خپل ځای بل لوبغاړي ته ورپریږدي.
لکشمن وايي، ډوهني د هندوستان د کرکټ لپاره یو له بهترینو کلیدو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي، خو ۲۰ اوریزه کرکټ کې یې ځای نور نه جوړیږي، ځکه نوموړی د خپلې توپ وهنې په جریان کې یو څه وخت ته اړتیا لري، او شل اوریزه سیالو کې هر بال د لوبې بڼه بدلوي. د لکشمن ترڅنګ اکاش چوپړا او تیز بالر اجیت اګریکر هم په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ډوهني په لوبیدو غبرګون ښودلی دی.

دوي هم په هندي کرکټ بورډ غږ وکړ، چې په دغه سیالیو کې د بل ځوان لوبغاړي ته موقع ورکړي.
د مهیندر سینګ ډوهني پر وړاندې د هندیو لوبغاړو دا څرګندونې وروسته له هغې اوریدل کیږي، چې د نیوزیلینډ پر وړاندې په دویمه سیالۍ کې هندوستان ماتې ومنله.
په دغې دویمه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې ډوهني ته یو څه وړاندې په توپ وهنه کې موقع ورکړل شوه، خو په لمړیو کې یې سمه توپ وهنه ونه کړی شوه.
په دغه سیالۍ کې ډوهني د ۳۷ بالونو په لوبولو د ۴۹ منډو جوړلو سره بیا هم د پخوانیو لوبغاړو قناعت حاصل نه کړ.
مهیندر سینګ ډوهني د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې یو له کامیاب ترین لوبډلمشرانو څخه شمیرل کیږي، چې تر دې مهاله یې په ۶۰ ټیسټ سیالیو کې د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړې ده. د ټیسټ لوبو ترڅنګ یې په ۱۹۹ سیالیو کې د کپتان په حیث ګډون کړی دی، چې دغه لوبو څخه یې په ۱۱۰ کې بریا خپله کړې ده.