
چین په ماشومانو باندې د ښوونځي د کورنۍ دندې بار کمولو قانون تصویب کړ.
د چین خبري اژانس په حواله، چین پر ماشومانو د کورنۍ دندې تر څنګ د نصاب څخه په ډېر درس بندیز ولګاوه.
د رسنیو راپورونو له مخې، د قانون له مخې والدین باید د خپلو ماشومانو د تعلیم، ساتیرۍ او ارام لپاره وخت ځانګړی کړي.
د چین د قانون له مخې ماشومان باید په فزیکي فعالیتونو کې بوخت وساتل شي، ترڅو د دوی په انټرنیټ له روږدي کېدو مخه ونیسي.
د رسنیو راپورونو له مخې؛ د دې نوي قانون له مخې ، ماشومان نشي کولی؛ په اوونۍ کې له ۳ ساعتونو ډېر تنلاین لوبې وکړي.
د دې قانون لاندې ، په چین کې خصوصي ښوونېز شرکتونو ته هم د غیر انتفاعي امرونه صادر شوي.
د رسنیو راپورونو له مخې، د ماشومانو دغه تعلیمي نوی قانون به د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه په ټول چین کې پلي شي.