چین وایي نړیواله ټولنه دې افغانستان نور د ابادۍ لوري ته بوځي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو د جي شل هېوادونو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان پر دوه لارې ولاړ دی، چې یوه لار بربادۍ او جګړو ته ځي او بله لار بیا ابادۍ او ثبات ته روانه ده.
هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي څو د دایمي ودې پر لور روان شي او په سیمه کې روانې اندېښنې او بې ثباتۍ له منځه لاړې شي.
هغه ویلي افغانستان یو خپلواک هېواد دی، نو ځکه یې نړۍ باید خپلواکۍ ته درناوی وکړي او په کورنیو چارو کې یې دې لاسوهنه نه کوي.
وانګ یې ټینګار کړی چې د چین په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصاد لرونکو هېوادونو غونډه وشوه.
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو ولسمشرانو او یا د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه او اجنډا یې هم افغانستان او له دغه هېواد سره مرسته وه.
ټولو ټینګار کړی دی چې دوی به له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي، ددغه هېواد له اقتصادي ودې سره به همکاري کوي؛ خو وایي دا هر څه په دې مانا نه ده چې دوی به د طا لبانو حکومت په رسمیت پېژني.
په دې غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بايډن هم خبرې کړې دي.
د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال باید له افغانستان سره د مستقلو مرستندویه بنسټونو پر مټ خپلې بشردوستانه مرستې ووېشي او دا دې مستقیم د افغانستان د نوي حکومت په واک کې نه ورکوي.
نوموړي ویلي له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي خو دلته یې پر ترهګریزو ګواښونو او اندېښنو هم خبرې کړې دي.