څنګه وزن کم کړو؟

رنګین تجريدي ډیزاین

برابر او مناسب وزن لرل د انسان بدن ښکلی او تازه ښکاروي، خو زموږ په ورځني ژوند کې ځینې داسې خوراکي توکي دې چې زموږ وزن له ورځ تر بلې زیاتوي، نو اړینه دا ده چې دغه خواړه په ګوته کړو، او ځان ترې وساتو.

د خوراکي توکو کارپوهان په دې اند دي، چې له ورزش څخه پرته د مناسب وزن د درلودلو لپاره باید د ځینو خوراکي توکو استعمال لږ کړو، او یا هم د څه مودې لپاره ترې پرهېز وکړو. ځکه چې خوراکي توکي نېغ په نېغه زموږ پر روغتیا او بدن اغېز ښندي.
له بلې خوا چاغوالی سره له دې چې پر ښکلا بده اغېزه کوي، د ډېرو وژونکو ناروغیو مور هم ګڼل کېږي لکه: لوړ فشار، د زړه ناروغۍ، پښو او ملا درد، د مفصلونو شدید دردونه او حتا د ځینو سرطانونو لامل شي.
دلته هغه خواړه درپېژنو چې که په ورځیني خوړو لېست کې مو وي، نو د خېټې شاوخوا وازده ډېروي او د چاغښت سبب کېږي،

۱ـ خواږه مشروبات
۲ـ سبوس لرونکي خواړه
۳ـ زیاته مالګه
۴ـ سره غوښه
۵ـ وریجې
۶ـ بوره، شات،ګوړه او نور خواږه خواړه

د دې خوړو پر ځای باید نور مناسب خواړه وخورو لکه: تازه سبزيجات او حبوبات چې تاسو له ضعیفوالي هم وساتي، او هم مو وزن ډېر نه کړي.
که څوک غواړي چې وزن یې ژر کم شي، نو دا لاندې دوه لارښوونې دې عملي کړي:

۱ـ کوښښ دې وکړي چې څومره کولی شي نو اوبه دې ډېرې وچکي، ځکه چې اوبه داسې خاصیت لري چې د بدن اضافي مواد او په ځانګړي ډول غوړ باسي.
۲ـ هر سهار چې له خوبه پاڅېږئ، نو په دوه پیالو ټرمو اوبو کې د څو دانې لیمو اوبو واچوئ، او دا کار په دومداره توګه د یو څه وخت لپاره عملي کړئ، نو ډېر ژر به د خپل وزن کمېدو شاهد اوسئ.