پیتریوس: امریکا په افغانستان کې خپل سفارت نه پرانیزي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ښايي امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو ډډه وکړي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او طا لبان په خپلو کې یوه هوکړه لري چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي؛ خو داسې ښکاري چې طا لبان دغه شرطونو ته ژمن نه دي.

دده په وینا د ښځو د امنیت تامین، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار زمینه برابرول او د بشري حقونو رعایت کول تر ټولو مهم شرطونه دي.

پتریوس وایي له لومړي سره دا ممکنه نه ده، چې متحده ایالت دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او بیا که دا کار و هم شي، سره له دې به هم امریکا خپل سفارت په کابل کې نه پرانیزي.

پتریوس دغه راز وایي چې دمګړی طا لبان مهم تجهیزات او وسلې په واک کې لري، خو که احتیاط و نه شي، په راتلونکو میاشتو کې یې د خرابېدو امکان شته، چې د پرزو او امکاناتو د نشته والي له امله ښایي له کاره ولوېږي.

په ورته وخت کې امریکایي استازي وایي د بايډن حکومت دې د زرګونه افغان کډوالو برخلیک ژر تر ژره روښانه کړي.

د امریکا د استازو جرګې شاوخوا پنځوسو غړو په یوه لیک کې د بايډن له ادارې غوښتي چې د زرګونه افغان کډوالو په تېره د هغو کډوالو په اړه دې خپل دريځ واضح کړي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې دي.

وکیلان نیوکې کوي چې د راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت قوانین سخت شوي دي چې له همدې امله یې د پناه غوښتنې رد شوې.

وکیلان وایي د امریکايي حکومت مسوولیت دی چې د راغلو افغانانو برخلیک معلوم کړي، د قضیو د څېړلو په برخه کې د کارکوونکو شمېر ډېر کړي، ژر تر ژره دې اړین اقدامات ترسره کړي او د دوی پر ژوند دې لوبې نه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي