پوتین ۶۶ کلن شو؛ ترټولو عجیبه ډالۍ ورته څه وه؟

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې مخکې ۶۶ کلن شو.
هغه ته د کلیزې په مناسبت یې تر ټولو جالبه او عجیبه ډالۍ د یوه بزګر لخوا د مڼې د یوه نیالګي ډالۍ کول و.
دغه ډالۍ د کرنیز شرکت د مشر مرات ګالاییف له لورې پوتین ته ډالۍ شوه.
ګالاییف وویل: زموږ د شرکت یوه بزګر پوتین سره د زیاتې مینې له کبله دغه ډالۍ هغه ته استولې ده.

د نوموړي په وینا، د مڼې دغه ډالۍ شوی نیالګی د مڼو له ترټولو ښو بڼو څخه دی.
یاد شوی نیالګی د اوبه کولو ځانګړی سیستم غواړي، خاصه وده کوي او د شکل او خوند له مخې له نورو مڼو سره خورا توپیر لري.
لومړي وزیر ته هم ډالۍ
د یاد شوي شرکت کارکوونکو د پوتین د كلیزې پرمهال د هغه ترڅنګ لومړي وزیر دیمیتري میدیدوف ته هم د مڼې دغه نیالګی ور ډالۍ کړ.
میدیدوف د دغه نیالګي د لاسته راوړلو پروخت د ټوکې په بڼه وویل: ما هم د خپلې زوکړې کلیزه په سپتمبر کې ونمانځله.
له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی
د پوتین په اړه
ولادیمیر پوتین د ۱۹۵۲ د اکتوبر په ۷ مه د روسیې په سن پیترزبورګ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.
پوتین د روسیې د واحد ګوند مشر او له ۱۹۹۹ څخه تراوسه کله د ولسمشر او کله لومړي وزیر په توګه په واک کې دی.
پوتین، د نړۍ له پرکاره او محبوبو ولسمشرانو څخه ګڼل کیږي.
ده د روسیې اقتصاد له ناورینه ژغورلی او په نړیوال سیاست کې یې تر څه موده انزوا وروسته بیرته د یوه مطرح ځای په ورکولو بریالی شوی.
جاسوس او ورزشکار
پوتین له ولسمشرۍ څخه مخکې د خپل هېواد د استخباراتي سازمان ( کی. جي .بي) جاسوس پاتې شوی.
په ۱۹۹۹ کې نوموړی د یاد شوي سازمان د یوې برخې ریس و. ورپسې د امنیت شورا ریس او د وخت د لومړي وزیر سرګیي استپاشین له درېیو مرستیالانو څخه یو تن شو.
د لومړي وزیر د مرستیال په توګه له ټاکل کیدو څو ساعته وروسته د لومړي وزیر حکومت سقوط او دی یې پرځای سرپرست صدراعظم شو.

د هماغې ورځې په مازیګر، ولسمشر بوریس یلتسین له دې كبله چې جسمي وضعیت یې مخ په خرابیدو و، پوتین یې د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه.
پوتین، له لانجو له ډکې دغې ورځې نه یوه اونۍ وروسته د روسیې له پارلمان څخه د لومړي وزیر په توګه د باور رایه واخیسته. هغه د ۱۹۹۹ د دسمبر په ۳۱ مه د جمهوري ریاست سرپرست شو، چې دې سرپرستۍ ورته د ۲۰۰۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو فرصت ورکړ.
پوتین له سیاست څخه وراخوا، د نړۍ د سیاستوالو په کچه تر ټولو ډېر پېژندل شوی ورزشکار دی.
دی په ۶۶کلنۍ کې هم یو پیاوړی او ځوان سړی ښکاري.
پوتین سره له ټولو بوختیاوو، اوس هم هره ورځ د ورځې یو ساعت مختلف ورزشونه کوي.
ده په ۲۰۱۳ کې د یوې نمایشنامې له نندارې وروسته اعلان وکړ، چې د ګډ توافق له مخې له خپلې مېرمنې لودمیلا پوتینا څخه بېلیږي.
https://www.youtube.com/watch?v=RDjNoQ6WaX4
دوی په داسې حال كې چې دا طلاق د متمدنه طلاق بڼه وګڼله، ټینګار یې وکړ چې یوازینی دلیل یې یو بل ته کافي وخت نه لرل و.