د هندوستان د کورني کرکټ اي پي ایل سیالیو یولسم پړاو نیلمۍ پای ته ورسیده، خو پکې د یو شمیر لوبغاړو لوبغاړو بخت کوټه شو.
د آي پي ایل په نامه د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو د راتلونکي پړاو ته د هندوستان په بنګلور کې بولي ترسره شوه، چې پکې د کرکټ نړۍ کورني او بهرني لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لخوا د لوبیدو په موخه وپیرل شول.
د هندوستان د «IPL» سیالیو حکومتي شورا د ۱۱ م پړاو نېلامۍ ته د ۵۷۸ کورني او بهرني لوبغاړي شامل کړي و، چې له ډلې یې د زیات شمیر لوبغاړونه نومونه راڅرګند نه شول او بولي ورباندې پای ته ورسیده.
په دې سیالیو کې د افغانستان څخه ۴ افغان لوبغاړي د لوبیدو په موخه وپیرل شول، چې پکې په ۹۰ میلیونه هندي کالدارو راشد خان د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې، په ۴۰ میلیونه مجیب ځدران د پنجاب لوبډلې، په ۱۰ میلیونه محمد نبي عیسی خیل د سنرایزرز حیدر اباد او په ۶ میلیونه هندي کالدارو ظاهر خان د راجستان رایلز لوبډلې خپل کړ.
خو د هغه افغان لوبغاړو چې ډیری مینه وال ورته په طمع و شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، دولت ځدران او شاپور ځدران نومونه بولۍ ته وړاندې نشول.
شهزاد محمدي، چې په کور دننه او بهر کې ګڼ شمیر د کرکټ لوبې مینه وال لري، د تیر لسم پړاو نیلامۍ په څیر هیڅ کوم لوبډلې تر دې مهاله خپل نکړ، ځکه چې نوم یې را څرګند شو.
د دغه سیالیو نېلامي رسماّ پای ته ورسیده، خو بیا هم که کومه لوبډله ورته اړتیا ولري، کولی شي، چې د تړون له مخې ورسره ولوبیږي.
په دې نېلامۍ کې د راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدران او ظاهر خان وروسته ګلبدین ناییب او نجیب الله ځدران هم بولۍ ته وړاندې شول، خو کومې لوبډلې جذب نکړل.
په دې نېلامۍ کې حیرانونکې خو لا دا وه، چې د سریلانکا د ۳۴ لوبغاړو څخه یوازې یو لوبغاړی غوره شو او د لاسیت ملینګا، کوشال پریرا، دننجایه او تیسارا پریرا په څیر سریلانکايي لوبغاړي هم د کومې لوبډلې خوا وا نه اخیستل شول.
د اصولو له مخې هره لوبډله کولی شي، چې د دغه سیالیو لپاره کم ۱۸ او زیات ۲۵ لوبغاړي ځان سره ولري، چې پکې به ۸ بهرني لوبغاړي شامل وي.
د هندوستان د یولسم پړاو غوره لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د روان ۲۰۱۸ م کال د اپریل میاشتې په پنځمه ڼېټه د ۸ لوبډلو چینايي سوپر کینګز، راجستان رایلز، ډهلي ډریډویلز، کینګز ایلون پنجاب، رایلز چیلنجرز بنګلور، کلکته نایټ رايډرز، سنرایزرز حیدر اباد او تر کال اتلې ممبي انډینز په ګډون سره پیل کیږي، چې پکې به ممبي انډینز د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.