د کرکټ په ډګر کې یو شمیر هېوادونه د خپلو خرابو اړیکو له کبله سیاست تل په کرکټ کې دخیلوي، نو ځکه خو اوس په کرکټ کې سیاست په پراخه دخیل ګڼل کیږي.
یو شمیر یې بیا ادعا کوي، چې کرکټ او سیاست جلا اړخونه لري، خو په اوسنیو حالاتو کې هندوستان او پاکستان په کرکټ کې د سیاست په ښکیلیدو لوی ثبوت وړاندې کوي.
دواړه هېوادونه چې یو بل دوښمن ګڼي، نو ځکه خو ورته په هیڅ صورت په هره برخه کې پاتې راتلل د منلو نه وي.
کرکټ چې په اسیايي هېوادونو کې بې شمیره مینه وال لري او هند یې ځان تر نورو په لمړۍ کرښه ډیر دخیل ګڼي، ورسره یو شمیر نور هېوداونه هم په مقابله کې دي.
که یو اړخ ته اشاره وکړو، نو پاکستان هم یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د کرکټ په نړۍ کې یې بې مثاله لوبغاړي د لوبې ډګر ته وړاندې کړي دي او د نور پرتله په زیاتو هېوادونو کې لوبغاړي کرکټ کوي، نو دوي هم د کرکټ په ډګر کې لوړ مقام لري او د همدې مقام له کبله خپل ځان له هیچا کم نه ګڼي.
د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو په نیمه پای لوبه کې سبا هندوستان د پاکستان خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي او مهمه ځکه ده چې د نړیوال جام پای لوبې ته ورتګ دی. نو په دې وخت کې پاکستان ته د هندوستان نه ماتې خوړل نه جبرانېدونکې ده.
پاکستان چې ځان په ښکاره د افغانستان خواخوږی او دوست ګڼي، خو د پردې تر شاه یې د هند څخه څو چنده دوښمني د افغانستان سره پالل کیږي، د کرکټ ۱۹ کلنو په روان نړیوال جام سیالیو کې یې د افغانستان څخه په لمړۍ لوبه کې ماتې خوړلې ده او هند ته هم ننګونه ده، چې دوي په کوم صورت اوس د پاکستان څخه ماتې ومني، نو ځکه خو ورته دواړه د کرکټ لوبډلې وارخطاء او مینه وال یې انتظار باسي، تر څو دوښمن ته د کرکټ د لارې شکست ورکړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ په دې نړیوال جام سیالیو کې نن د شپې په ۲ بجو نېمه پای لوبه ترسره کیږي او پای لوبې ته د تګ په موخه ځان چمتو کوي او هره لوبډله چې یې و بایلې نو د دریم مقام خپلولو په موخه به د افغان لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.
خو دا چې د هندو او پاکستان ترمنځ د جنجالونو ډکه لوبه به څوک وګټي ؟
تر سبا ورځې انتظار غواړي