په کارځای کې دروغ ویل!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه

د ٢٠٢٠م کال څېړنې پر بنسټ چې په یو زر امریکايي کارکوونکو ترسره شوې، لاندې پایلې ترلاسه شوي دي:

نارینه وو د ښځو په پرتله د کار څخه د تېښتې لپاره، زیات دروغ ویلي دي.

٩١سلنه وګړو چې د کار څخه د تېښتې لپاره دروغ ويلي، هېڅکله پکې نه دي نیول شوي.

په منځني ډول، هر شخص اووه ډوله بېلابېلې پلمې د کار څخه اوږو سپکولو لپاره کارولي.

یوازې ٢٧ سلنه دروغ ویونکي له خپلو دروغو پښېمانه شوي او ٤١ سلنه نورو ویلي چې حاضر دي دا کړنه بیا هم ترسره کړي.

تر ټولو مهم دلیل چې دنده لرونکي دروغ ویلو ته اړ کوي، د نورو له قضاوت وېره ده یا د مدیرانو په وړاندې د معاش په خطر کې اچولو وېره ده.

که د کارځای فضا صمیمي او مصوونه وي او کارکوونکي اجازه ولري کله چې ستړي او ستومانه کېږي، له دې اړخه درک شي، هغه وخت بیا دروغ ویلو ته لېوالتیا کمېږي.