په پخوا وختونو کې به یې د زوم ځیرکتیا څنګه معلوموله!؟

سپینه تجريدي ډیزاین

یو روایت دی، چې پخوا وختونو کې د نجلۍ کور د دې لپاره چې د هلک ځيرکتیا معلومه کړي، نو زوم ته به یې کیسۍ(اړ) ویلي، او ځواب به یې ترې غوښت.
د نجلۍ کورنۍ به دا ځانته جوتوله چې زوم د دوی د ګډ ژوند وړتیا لري که نه. د سیف الملوک او بدرۍ جمالې په لرغونې کیسه کې ویل کېږي، کله چې سیف الملوک له دولس کاله زیار او مزل وروسته له بدرۍ سره واده کاوه، نو د بدرۍ پلار له سیف الملوک نه درې پوښتنې وکړې:
۱ـ د څه شي غوړ تر ټولو زیات دی؟
سیف الملوک ځواب ورکړ: د باران، ځکه چې باران هر شي ته غوړ ورکوي.
۲ـ د څه شي ګل ډېر ښه دی؟
ځواب: د پنبې، ځکه چې د هر چا پوښاک دی.
۳ـ د څه شي زور تر ټولو زیات دي؟
ځواب: د اس، ځکه چې ملکونه ایل کوي او د پښو درزهار یې تر لرې ځایه رسېږي.

کیسۍ ته عرب لغز او انګلېش کې ورته Riddle وایي. کیسۍ/ چېستان د دوو تنو او یا زیاتو ترمنځ ویل کېږي، چې اصلي هدف یې د انسان ذکاوت، هوښیارۍ او ذهني وړتیا معلومول دي.
پخوا چې د اوسني ژوند په څېر نړۍ پرمختګونه نه وو کړي، نو خلکو به د ساعتیرۍ، سیالۍ او لوبو پر مهال هم کیسۍ ویلې، او په ځانګړي ډول د ژمي اوږدې شپې به یې د کیسۍ او ټوکو په ویلو تېرولې.
کیسي له مقابل لوري نه د یو شي داسې پوښتنه ده، چې د شي اوصاف او ورته والی په ډاکه کېږي، او په اخر کې ویل کېږي چې دا څه شی ده؟
د جوړښت له مخې کیسۍ دوه ډوله دي: منظومې او منثورې.
د میسرو له مخې کیسۍ کوم ځانګړی شمېر نه لري خو یو داسې ژانر دی، چې ځواب یې یوه کلمه وي، خو الفاظ یې لوی او خورا سره پېچلي وي، تر څو د مقابل لوري ذهن پرې هره خوا وګرځي.
د بېلګې په ډول:
خندا یې ده فیض ناکه
د خندا سره ژړېږي
ځان وخوري بیا ورکېږي.
ځواب: شمع