څومره چې عمر لوړېږي هومره د انسان وړتیاوې کمېږي. له دغې ډلې کمزورتیاوو نه يو هم د موټر چلونې وړتیا ده. څومره چې د انسان عمر لوړېږي هغومره د انسان د ځانباورۍ کچه لوړېږي او ځان ازاد احساسوي. نو له همدې امله غواړي چې وګرځي او له ژوند نه خوند واخلي او ډېری لوړ عمر لرونکي کسان خوښوي چې موټر یې ورسره وي او هرې خوا ته وګرځي. خو په لوړ عمر کې موټر چلول اسانه کار نه دی او ډېرې ستونزې رامنځته کولای شي. خو دا ستونزې د حل لارې هم لري او کولای شئ د دغو حللارو په ترسره کولو په اسانۍ سره موټر وځغلوئ.
په نننۍ لیکنه کې غواړو په دې اړه چې په لوړ عمر کې موټر چلول کومې ستونزې رامنځته کوي، معلومات درکړو. ملتیا مو مه هېروئ!
لومړی: د لوړ عمر لرونکو خلکو د سترګو کمزورتيا
د دې لپاره چې د موټر چلولو په اړه په سمه توګه معلومات ترلاسه کړو او وکولای شو په سمه توګه موټر وچلوو نو باید پياوړې سترګې ولرو. د موټر چلوونې په اړه د ۹۰ سلنه اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره باید پياوړې سترګې ولرو، خو د عمر په لوړېدا سره په بدن کې د فیزیولوژي بدلونونو له امله د موټر چلولو په برخه کې ځينې ستونزې رامنځته کېږي.
د ۶۵ کلنۍ نه تر ۷۵ کلنۍ پورې د انسان د سترګو د لیدو کچه ۴٫۷ ته راښکته کېږي او د ۷۵ کلنۍ وروسته دغه کچه ۱۲٫۷ ته راښکته کېږي. په لوړ عمر کې د انسان د سترګو ديد کمزوری کېږي او د سترګو او پوزې ترمنځ هډوکی یې زیان ویني له همدې امله لوړ عمر لرونکي کسان نه شي کولای چې د شپې له خوا موټر وچلوي، ځکه چې د شپې پر مهال هغوی نه شي کولای چې ترافيکي نښې په سمه توګه وويني.
په ۷۵ کلنۍ کې د کاټاراکټ ناروغۍ کچه لوړېږي او سترګې د وينې لوړ فشار، د وينې لوړ قند او دې ته ورته نورو ناروغیو له امله زيان ويني او کمزورې کېږي. که څه هم يو لوړ عمر لرونکي انسان ته د موټر چلول عادي شوي وي، ځکه چې هغه ډېر وخت موټر چلولی وي خو بیا هم ورته پکار ده چې د ځوانانو په پرتله د موټر په چلولو، ترافیکي نښو او د شاوخوا موټرونو او لارو ته ډېر پام وکړي.
دویم: د لوړ عمر لرونکو کسانو د غوږونو کمزورتیا
په لوړ عمر لرونکو کسانو کې د غوږونو کمزورتیا يا په سمه توګه د غږونو نه اورېدل بله ستونزه ده چې د هغوی په موټر چلولو کې ستونزې رامنځته کوي. کله چې يو انسان ونه شي کولای چې په سمه توګه غږونه واوري هغه په سمه توګه موټر نه شي چلولای، ځکه چې هغه د خپل شاوخوا موټرونو د هارن او دې ته ورته نور غږونه نه شي اورېدلای او دا ستونزې ورته ګڼې نورې ستونزې رامنځته کولای شي.
درېيم: په لوړ عمر کې موټر چلول د زړه د ناروغیو لامل کېږي
څېړنو ښودلې چې په لوړ عمر کې موټر چلول د زړه ناروغي رامنځته کوي او يا د زړه د ناروغۍ کچه لوړوي. دا څېړنه په يو شمېر هغو کسانو ترسره شوې چې په لوړ عمر کې یې موټر چلاوه، څېړونکو دغه کسان د الکټروکارډيوګرافي تر څېړنې لاندې ونيول او د څېړنو په پای کې یې دا ترلاسه کړل چې که يو لوړ عمر لرونکي کس ۲٫۵ يا دو نیم ساعته موټر وچلوي د زړه د ناروغۍ کچه یې ۱۶٫۷ سلنه لوړېږي.
څلورم: د درملو کارول د لوړ عمر لرونکو خلکو په موټر چلولو کې ستونزې رامنځته کوي
په معمولي ډول لوړ عمر لرونکي کسان له ځينو درملو د بېلګې په ډول د خوب، د سر د درد، ارام بښونکو، انټي هيسټامین او د درد ضد درمل کاروي، چې د دې ډول درملو کارول د موټر په چلولو کې ډیرې ستونزې رامنځته کولای شي او ان د ترافيکو پېښو د ډېرېدو لامل کېږي.
په پای کې باید یادونه وکړو هغه کسان چې لوړ عمر لري او غواړي چې موټر وچلوي باید په دوامداره توګه په منظمه بڼه د خپلو سترګو او غوږونو معاینات و کړي او که چېرې یې سترګو او غوږونو ستونزه درلودله له موټر چلولو نه ډډه وکړي، خو که د سترګو او غوږونو روغتيا یې ښه او نورماله وه نو کولای شي چې موټر وچلوي.