په سالم ډول د پیغام رسوونې او اغیزمنې مفاهمې ټولنیز رازونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: براین ټرایسي
ژباړه: غازي عابد
ایا پوهیږئ چې د ښې مفاهمې او تبصرې وړتیا لرل هم د نورو مهارتونو په نسبت ډیر بریالی او اغیزمن شخصیت جوړوي؟
نیږدې د ۸۵ سلنه خلکو د ښه کردار، کار او بریالیتوب لامل نورو خلکو ته د خپل پیغام رسولو څرنګوالی دی او ددې وړتیا ده چې څرنګه له خلکو سره ښه افهام و تفهیم وکړي، څو وشي کولی خلک په هڅونکو خبرو او ویناوو سره خپلې خواته راتاو کړي.
که یو ځل مو هم د پیاوړې مفاهمې یا خبرو اترو مهارت زده کړ، په ژوند کې به نامحدوده خوښۍ او بریالیتوبونه وګورئ. نو چې څومره نورو خلکو ته په روښانتیا او صداقت سره خپل ځان څرګند کړئ، په هماغه ډول نور خلک ستاسې تر تاثیر لاندې راځي.
همداراز که په محدود علم، تجربه او وړتیا سره هم د ښې او اغیزناکې وینا او مفاهمې وړتیا ولرې، بیا هم په خپل واک کې د بریا لپاره پراخه وسیلې او امکانات لرې.
د ډیرو خلکو او ادارو د نه بریالیتوب یو لامل دا وي چې خلکو سره د تفاهم او غږ رسولو په ډول او طرز نه پوهیږي. ځکه که چیرته خپلو مخاطبینو سره ښه تفاهم ولري، هغوی ددوی پیغام ښه ترلاسه کړی شي، په هماغه اندازه به په ټولنه او خلکو کې اثر و روسوخ هم ولري.
نو ویلی شو چې اغیزناکه مفاهمه یو زده شوی او یاد شوی مهارت دی.
دلته البیرت میحرابیان د غوره مخامخ مفاهمې لپاره درې عناصر وړاندې کوي :
۱- د خبرو تسلسل مو باید جوړ وي
د یوه پیغام په رسولو کې لغاتونه ۷ سلنه رول لري. خو د یوې اغیزناکې مفاهمې لپاره چې موثره واقع شي، د پیغام ټول اړخونه باید یو له بله سره نښتي او تسلسل ولري.
که چیرته یې په پیغام او خبرو کې تسلسل او جوړوالي نه وي، نو اخیستونکي یا اوریدونکي به یې ورسره کنفیوز او مغشوش احساس کوي او ددې پر ځای چې د خبرې کوونکي په لفظي مانا پوه شي، خبرې او وینا به یې پرې بوج کیږي.
۲- تاکید او لهجه
ټینګار او ښه لهجه کارول دومره قوت لري چې کولی شي ستاسې پیغام چورلټ بدل کړي، چې اصلاً همدې ته ښه مفاهمه هم ویل کیږي.
ځیني وخت به مو لیدلي وي چې کله یو څوک بل کس ته څه ووايي، هغه شخص لومړی داسې خفه او مایوسه شانې کړي، خو کله چې خپلې همدا خبرې یا کلمې ورته تشریح کړي او اصلي مانا یې ووايي، مقابل یا مخاطب لوری یې هم بیرته خوښ شي. دلته لامل همدا وو چې خبرې یې وکړې، خو لهجه یې نه وه برابره، چې همدې کار لومړی، شخص خفه، خو وروسته یې چې په واضح ډول ورته وویل او سمه مفاهمه یې ورسره وکړه، بیرته یې خوشحاله کړ.
۳- بدني ژبه
هغه وخت هم د خپلو خبرو اغیز زیاتولی شئ، کله چې اوریدونکو یا مخاطبینو ته د ورنیږدې کیدو او یا هم په نورو بدني اشارو پوه اوسئ. او ستاسې د پښو، لاسونو، سترګو او نور حرکتونه منظم او مساعد وي.
نو که چیرته تاسې له یوه شخص سره مستقماً مخامخ کیږئ او له بشپړ تمرکز او پام ور اړولو سره، د سترګو تماس ورسره نیسئ ، په دې سره تاسې په خپله وینا کې ډبل اغیزه اچوئ او خامخا په مخاطب ژور تاثیر کوي.
ددې تر څنګ؛
– که چیرته تاسې په ډیر صفا او واضح ډول سره خبرې وکړئ او بیرته په واضح، حوصله او ارام ډول سره د مقابل لوري خبرې واورئ، خامخا به په سم ډول پیغام ولیږدوئ او فیډبک به یې ترلاسه کړئ.
– هغوی ښه مفاهمه کوونکي دي چې خپلې پوښتنې او خبرې په واضح ډول سره مطرح کوي. د نورو اعتراضونه، وړاندیزونه، ستونزې او اهداف په سم ډول اوري او بیرته یې په مقابل کې واضح وغږیږي.
– که چیرته مو د ښې مفاهمې لارې چارې زده کړې او له خلکو سره مو په بیلابیلو ځایونو او خبرو کې ښه تفاهم وکړ، نو بیا به هر ځای کې خلکو ته ښاغلي/ اغلي یاست او هر وخت به کوښښ کوي چې ستاسې خواته راشي او ستاسې له هرې وینا، لکچر او خبرو برخمن شي.