ژباړه: محمد عزيز پردېس
ځيني وختونه د پيسو د سپما کولو پيلول، ستونزمن وي. ښايي دا سخته وي چې فکر وکړئ چې د پيسو د سپما کولو لپاره څه ډول ساده لارې چارې شتون لري او ډېری خلک په دې هکله کافي مالومات نه لري، چې څنګه دې خپلې مالي چارې په ښه ډول تنظيم کړي.
د لاندې لارښوونو تعقيبول به د يوې روښانه او رڼې مالي پروسې په تنظيمولو کې درسره مرسته وکړي.
۱- خپل ټول لګښتونه ثبت کړئ
د پيسو په سپما کې لومړی ګام دا دی چې په دې ځان پوه کړئ، چې څومره پيسې مصرفوئ. د يوې مياشت لپاره خپل ټول لګښتونه ثبت کړئ. په دې بڼه چې خپل ټول مصارف لکه يو پياله چای، کتابونه، انټرنېټ، د موبايل کارت او هر هغه څه چې تاسو پرې پيسې ورکوئ، ياداشت يې کړئ. هغه څه مو چې ثبت کړي دي، ډلبندي يې کړئ او په برخو يې ووېشئ، لکه: خوراکه باب، د لېږدونې (حمل او نقل ) مصارف… په پای کې د ټولو لګښتونو پايلې راټولې او جمع کړئ او په ټوليز ډول يې ثبت کړئ.
۲- بودجه بندي وکړئ
اوس مو چې د خپلې يوې مياشتې لګښتونو انځور واضح کړ، کولی شئ چې خپل مصارف درجه بندي کړئ. خپل مصارف مو راکم کړئ او مطمئن شئ چې د خپلې راتلونکې لپاره مو ګټور ګام اخېستی دی. پام مو وي چې په بودجه بندۍ کې مو ټول لګښتونه شامل وي، لکه د موټر تېل او يا هم د کور کرايه.
۳- د خپلې سمپا يا پس اندازه لپاره برنامه جوړه کړي
خپلو مياشتينيو عوايدو او لګښتونو ته په کتو، په خپله بودجه بندۍ کې مو سپما ډلبندي کړي او هڅه وکړئ چې سپما مو د اصلي او خالص عاید څخه ۱۰ يا ۱۵ سلنه واوسي. که خرڅونه مو اجازه نه درکوي چې چې سپما وکړئ، نو د دې وخت راسېدلی دی چې خپل مصارف يا لګښتونه راکم کړئ. مخکې له دې چې د خپل د کور او يا هم د موټر د مصارفو څخه څه راکم کړئ، دا به غوره وي چې خپل اضافي لګښتونه راټيټ کړئ. لکه، د تفرېح، رستورانت ته تللو او داسې نور مصارف…
۴- خپلې موخې مو مشخصې کړئ
د سپما لپاره د موخو تعينول تاسو ته ارامښت درکوي. په دې کار سره تاسو کولی شئ چې ځان په دې پوه کړئ چې څومره وخت کې تاسو خپلو موخو ته رسېدی شئ. ځيني هغه موخې يا هدفونه کېدی شي لنډمهاله وي چې په معمول ډول د يو کال څخه نېولې تر درې کلونو پورې وخت نيسي.
– د فوق العاده لګښتونو لپاره سپما. لکه، د بېکارۍ او نورو ضروري حالاتو لپاره.
– د موټر د اخېستلو لپاره سپما
– د رخصتيو ورځو لپاره سپما
– د لوړې پانګې اچوونې لپاره سپما، چې ممکنه ده څو کلونه يا حتا څو لسيزې وخت ونيسي او کېدی شي دا برخې پکې شاملې وي:
– د بېکارۍ يا تقاعد وختونو لپاره سپما
– د اولادونو زده کړو او د هغوی د نورو لګښتونو لپاره سپما
– د کور د اخېستلو او يا هم د اوسني کور د بيا رغونې لپاره سپما
۵- خپل لومړيتوبونه مشخص کړئ
کله چې سپما او يا هم پس انداز ته ګام اخېستل کېږي، نو د مختلفو اشخاصو لومړيتوبونه فرق کوي. دا تاسو پورې اړه لري چې تاسو ته د سپما کومې موخې لومړتيوب او ډېر ارزښت لري. د دې پروسې يوه برخه د هغه وخت ټاکل دي چې تاسو بايد خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ورته صبر وکړئ. دا بايد مالوم کړئ چې د مياشتې څو افغانۍ، ډالره … سپما تاسو خپلې موخې ته رسولی شي.
خپلو مياشتينيو عايداتو ته په کتو مو د سپما برنامه جوړه کړئ.
۶- متفاوتې سپماوې او د متفاوتو موخو لپاره د پانګې اچونې پلان
– که د لنډمهاله موخو لپاره پانګه اچوونه کوئ، نو دا کړنلارې په ډاډه زړه سره وازمايئ:
ـ د لنډمهاله عادي حساب پرانېستل.
ـ د اوږد مهاله حساب پرانستل چې د لنډ مهاله حساب څخه لوړ نرخ لري.
– د اوږدمهاله پانګې اچوونې لپاره:
– د عمري (دايمي) بيمو اخېستل او پانګه اچوونه
– د سهام او مشارکت پاڼې اخېستل
۷- د سپما د پرمختګ څخه مو څارنه وکړئ
د هرې مياشتې په اوږدو کې خپله سپما وڅارئ او فکر پرې وکړئ. دا کار به نه يواځې دا چې ستاسو د سپما د برنامې په تثبيتولو کې مرسته وکړي، بلکې په دې به مو بريالي کړي چې دې برخه کې خپلې ستونزې پيدا او حل يې کړئ.
دا ساده او اسانه لارښوونې به تاسو سره د پيسو په سپما کې ډېره مرسته وکړي او تاسو ته به دا انګېزه درکړي چې ډېرې پيسې سپما کړئ او ژر خپلو موخو ته پرې ورسېږئ.