افغانستان د نړۍ یو له بېوزله هیوادونو څخه ګڼل کېږي؛ چې تر نیمایي زیات وګړي یې په غربت کې ژوند کوي او نه شي کوي، چې د اړتیا وړ خوراکي توکي پیدا کړي. دا چې دا هیواد ولې یو بېوزله هیواد دی او د فقر عمده لاملونه یې څه دي؟ په دې لیکنه کې یې ولولئ.
په افغانستان کې د فقر عمده لامل جګړه ګڼل کېږي؛ ځکه دا څلور لسیزې کېږي، چې په دې هیواد کې جګړه روانه ده او دا هیواد یې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کړی. هغه هیواد چې نیمه پیړۍ د جګړې میدان وي، معلومه خبره ده، چې په هغه هیواد کې کوم بل پرمختګ نه کېږي، ځکه د خلکو ټول فکر جګړې ته وي. له بلې خوا جګړې له موږ څخه هر څه اخیستي، په دې هیواد کې سلګونه کورنۍ بې کوره شوي، سلګونه میرمنې کوڼدې شوي، سلګونه ماشومان یتیمان دي او په جګړه کې د خلکو شتمنۍ تالا کېږي؛ چې دا ټول د غربت لامل کېږي او اصلي لامل یې په هیواد کې جګړه ګڼل کېږي.
له بلې خوا جګړه هم لګښت لري، چې د افغانستان ډېره برخه عایدات په جګړه مصرف شوي او هر څه د جګړې له پاره وقف شوی دي؛ چې دا ټول د یو هیواد د اقتصاد د کمزورتیا لامل کېږي. له بلې خوا افغانستان خپل تولیدات نه لري او د نورو هیوادونو له تولیداتو څخه کار اخلي؛ چې یو مصرفونکی هیواد ګڼل کېږي. نو هغه هیوادونه چې خپل تولیدات ونه لري، خامخا له فقر سره مخ کېږي، بیا چې په جګړه کې هم ښکېل وي. دا چې افغانستان خپل تولیدات نه لري، د دې لامل هم دا بد بخته جګړه ده، د نړۍ هیوادونو موږ په جګړه کې ښکېل کړي یو؛ تر څو زموږ ټول فکر او انرژي په جکړه مصرف شي او د تولیدات په اړه فکر ونه کړو او نه ورته وخت پیدا کړو، تر څو د دوی تولیدات زموږ په هیواد کې وپلورل شي.
جګړې په دې هیواد کې د پانګونې مخه هم نیولې، پانکوال زړه نه ښه کوي، چې په دې هیواد کې پانګونه وکړي، ځکه په دې ویره کې دي، چې پانګه به یې تالا شي، په دې ورستیو کې د افغانستان د ساسیي وضعیت له خرابوالي او جګړې له زیاتوالي سره ډېری افغان پانګوال دې ته اړه شوه، چې خپله پانګه له افغانستانه بهر کړي او په کوم بل هیواد کې پانکونه وکړي، چې له امله یې په هیواد کې پیسې کمې او د هر څه بیه لوړه شوه. چې دا هر څه په هیواد کې د بېوزلۍ لامل شوي دي.
نو په پایله کې دا ویلای شو، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ یا غربت اصلي لامل جګړه ګڼل کېږي او دا جګړه ده، چې موږ یې د ژوند د نورو ستونزو تر څنګ له فقر او بدبختۍ سره هم مخ کړي یو، هغه مهال به په افغانستان کې بدبختي او د بېوزلۍ کچه را ټیټه شي او له منځه به ولاړه شي، چې په دې هیواد کې جګړه پای ومومي. هغه مهال به موږ یو تولیدونکی هیواد شو، چې زموږ ځوانان په ارامه زړه خپلې زده کړې وکړی شي او په دې هیواد کې د تولیداتو په فکر کې شي. هغه مهال به موږ بېوزله هیواد نه یو، چې په دې هیواد کې نور د چا کور وران نه شي، نور کومه میرمن کونډه نه شي، نور کوم څوک بې پلاره نه شي او دا هیواد یو سوکاله او سر لوړ افغانستان شي.