د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی.
ددغه وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني.
دده په وینا روان وضعیت دا شک رابرسېره کوي چې ګواکي طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.
جان کربي په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه ویلي چې په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تربلې پېچلی کېږي، نو دوی پر هغه جزیاتو کار کوي چې څنګه کولی شي د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر د ځینو برخو د ساتلو لپاره خپل سرتېري ولري.
د نوموړي په خبره په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې خو امریکایي چارواکي ورباندې بحثونه کوي او د حل پیدا کولو په لټه کې دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د هدفي بریدونو دوام د منلو نه دی.
ویلسن پر طالبانو غږ کړی دی چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
هغه څرګنده کړې، لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې نړۍ به د زور له لارې د طالبانو واک ته رسېدل ونه مني، نو غوره ده چې دغه ډله بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.