پر کورونايي ناروغانو د سګرټ څکولو خطرناک اغېز 

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
یوه اذربایجاني روغتیاپال د کرونا وایروس کمېدو لپاره د سګرتو څکلو خبره رد کړه.
د اسپوتنیک د راپور پر بنسټ، ځينې کسان په دې اند دي، هغه وګړي چې سګرټ څکوي، دکوویډ_١٩ ناروغي په اسانۍ زغمي، ځکه نیکوتین سږو ته د وایروس له دنننه کېدو مخنیوی کوي.
روغتیاپال طاهر عیوضف، د اذربایجان د روغتیا وزارت کارپوه د څرګندونو تر څنګ دا ډول اوازې بې بنسټه وبللې.
نوموړي زیاته کړه: برعکس هغه کسان چې د زیات وخت لپاره سګرټ څکوي، د تنفسي سیسټم په مزمن التهاب اخته کېږي، چې د کورونا وایرس په حالت کې د جدي او ګواښوونکو عوارضو سبب کېدای شي.