پر امرالله صالح د برید طراح ونیول شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې د لویو بریدونو طرحه کوونکی نیولی.

د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، نیول شوی کس عبیدالله نومیږي او په بلال، فاروق او ابراهیم هم مشهور و، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال پر دفتر یې د برید کولو طرحه هم جوړه کړې وه.

د یاد ریاست په خبره نیول شوی کس په ۱۳۹۶ کال کې د پېښور حقانیه مدرسه کې زدکړې ترسره کړي او له هغې وروسته د کویټې شورا ته تللی و، چې هلته یې افغانستان کې د ځانمرګي برید لپاره چمتووالی ښودلی و.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې نوموړي ته دنده سپارل شوې وه، ترڅو په جبار قهرمان برید ترسره کړي؛ خو د قهرمان له مړینې وروسته یې ماموریت لغوه شو، چې بېرته ورته پېښور کې د مولوي نیک محمد له لوري، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید مسؤلیت ورکړل شو.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کس په وروستیو کې پلان درلود چې په مدني فعالي سیلۍ غفاري ځان وژونکې حمله وکړې چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ونیول شو.

ملي امنیت ریاست په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یاد کس د زرغون بهیر د یو غړي پرمټ ځان یاد بهیر ته دننه کړی و او غوښتل یې، چې نور ځانمرګي هم یاد بهیر کې ځای پرځای کړي.

د یادونې ده چې د امرالله صالح په دفتر وسله واله حمله د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په شپږمه شوې وه چې له امله يې نږدې شل کسه وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپیان شوي وو.

که څه هم هغه مهال د یادې حملې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه وو منلی خو صالح يې طالبان مسول بللي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي