پاکستان: هند کې د افغانستان په تړاو کنفرانس کې ګډون نه کوو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

پاکستان په هند کې د افغانستان په تړاو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په تازه څرګندونو کې هند تورن کړی چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي نو ځکه دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

دغه پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کړی چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بله لار نشته دی.

معید یوسف وايي دوی اړ دي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې نړیوال دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تماسونه ونیسي او له دې ډلې سره دې مرستې وکړي.

د هغه په وینا، ټوله نړۍ باید د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وکړي او ورسره په تماس کې شي.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره تعامل وشي او د مرستو ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان یو شمېر لوړپوړو چارواکو تر دې وړاندې هم له نړیوالو غوښتي وو، چې له طالبانو سره دې نږدې اړیکي ونیسي.

یاده غونډه د راتلونکې اوونۍ په چهارشنبه ورځ پيلېږي، چې پاکستان سربېره د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي