پاکستان: له امریکا سره په ګډه د افغان سولې په برخه کې کار کوو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

پاکستان ویلي دوی له امریکا سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې دي او هڅه کوي دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

نوموړي زیاته کړې چې په همدې اساس به دواړه هېوادونه په ګډه افغانستان ته د سولې د راوستو په برخه کې همکاري کوي.

شیخ رشید وایي دوی په تېر کې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې هڅې کړې دي او له دې وروسته به هم له امریکا سره له نږدې کار کوي.

د هغه په وینا،” زموږ هڅه همدا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوو او سیمې ته دایمي ثبات راوستو کې بریالي شو.”

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یوه څېړنیز انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي پاکستان ددې ملاتړی دی چې امریکا دې په خلاصو سترګو او پوره دقت د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي، خو تر څنګ یې ددې اړتیا ده چې د سولې هوکړې بیا کتنې پروسه چټکه شي.

د هغه په وینا څومره ژر چې امریکا خپل دريځ روښانه کړي دومره ژر به په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې پاکستان ددې ملاتړی نه دی چې امریکا په بېړنۍ توګه خپل سرتېري وباسي، ځکه په دې پرېکړه کې دقت ته اړتیا ده.

دغه پاکستاني ديپلومات یو ځل بیا ټینګار کړی و چې هېواد یې د افغانستان سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې همکاري کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي