روژه او خورما؛ د زړه د حملې خطر کموي، عصبي سیستم پیاوړی کوي

لکه څنګه چې پوهېږئ خورما یوه جنتي او برکتي مېوه ده او په عین حال کې دا مېوه په روژه کې ډېره مصرفېدونکې ، یوه ګټوره او خوندوره مېوه ده.

په خورما روژه ماتول سنت دي.

حضرت محمد ص فرمایلي: په خورما روژه ماتولو کې لوی حکمت او پټ راز دی.

په خورما سره روژه ماتولو کې ډېرې ګټې دي.

له خورما سره روژه ماتې انرژي ډېروي، د معدې فعالیت ښه کوي.

په خورما کې معدني مواد، پروتینونه، ګلوکوز، اوسپنه، ویتامینونه او داسې نور ډېر مواد شته، چې د انسان ورته اړتیا ډېره ده، لکه مخکې چې وویل شول؛ د پورتنیو موادو په درلودلو سره ویلای شو خورما یوه مکمله غذا ده.

کله چې موږ په خورما روژه ماتوو، د خورما خوږه د خولې د مخاطي غشا لخوا جذبیږي او په ګلوکوز سره بدلیږي، چې پایلې یې دا دي، د بدن ټوله ضایع شوې انرژي پخپل حالت کې راولي؛ و بل لور ته خورما د معدې تېزاب ایچ سي ایل نه زیاتوي بلکې هغه کنټرولوي او له بلې خوا معده نه پرېږدي چې بخار وکړي؛ په عمومي ډول سره خورما د معدې ټول رطوبات متوازن ساتي او پوره تقویه ورکوي.

خورما یو له هغو خوړو څخه ده چې خوړل یې نه یوازې د بدن له اړتیا وړ ګټور مواد پوره کوي بلکې د یو شمېر مهلکو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړې اغېزه لري.

خورما په بدن کې د اوسپنې کچه لوړوي چې د وینې کمښت په لمنځه وړلو کې مرسته کوي، خو باید د شکر ناروغ د خورما په خوړلو کې احتیاط وکړي.

کوم څوک چې د زړه درد لري باید هره ورځ درې یا دوه خورماوې په جوش شویو اوبو کې واچوي او لږ وخت وروسته یې دې وڅښي.

د کومې ښځې چې شیدې لږ وي او بچي یې پرې نه مړیږي باید خورما له شیدو سره یو ځای ډېره استعمال کړي.

خورما د زړو او ماشومانو لپاره هم ډېره ګټوره ده، هڅه وکړئ چې د بورې پر ځای له خورما سره چای وڅښئ.

خورما د بدن په مناسبه اندازه وزن ساتلو کې مهم رول لوبوي او د اضافي وزن څخه مخنیوی کوي.

عصبي سیسټم پیاوړۍ کوي، د لاسونو رپېدو ناروغۍ لپاره خورما ګټوره ده، زړه د حملې خطر کموي او همدارنګه د سترګو نظر برابر ساتي.

 

وروستي مطالب