پاکستان: د اغزن سیم لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې

رنګین تجريدي ډیزاین

د پاکستان حکومت وایي، چې پر ډيورنډ د اغزن سیم د لګولو پروژه ۸۸ سلنه بشپړه شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ددغه هېواد ملي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی پر دغه کرښه د اغزن سیم لګولو ته ادامه ورکوي او ژر به یې چارې بشپړې شي.

د هغه په وینا دمګړی د اغزن سیم د لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې دي.

پاکستان داسې مهال پر دغه فرضي کرښه ورته اقدامات کوي چې افغان ولس یې د کړنو مخالف دی او په بېلو سیمو کې یې دغه سیمونه ټول کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په تازه مرکه کې ادعا کړې چې ډیورنډ فرضي کرښه یو منل شوی نړیوال سرحدی دی.

افغان حکومت د قریشي پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوځل بیا پر پاکستان تندې نیوکې کړې چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت غبرګون یې راپاورولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

محب په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، “طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تاوتریخوالي  ډک عملیات پیل کړي. موږ پوهیږو چې هغوي څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي.

قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او د هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی..”

د محب په وینا، ښایي قریشي دا هم رد کړي چې اسامه بن لادن د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان  د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر ټویټ کلک غبرګون ښودلی دي.

یاد وزارت په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش په پراخه توګه منلی.

د وزارت په خبره، حمدالله محب د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.

د یادونې ده چې حمدالله محب د تیر کوچني اختر پر مهال په ننګرهار کې هم پر پاکستان کې تندې نیوکې کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا پرې اعتراض وکړ.

له دې وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان له حمدالله محب سره اړیکې پریکړې کړې دي. خو محب ویلي وو، چې هغوی دې لومړی له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي