د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري.
د دغه وزارت په خبره، د امریکا او پاکستان ترمنځ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د یوې هوکړې پربنسټ همکاري روانه ده خو د یادې هوکړې د نوي کولو لپاره هم تر اوسه امریکا، دوی ته کوم وړاندیز نه دی کړی.
د ویلو ده چې تېره ورځ راپورونو کې امریکا ويل چې پاکستان اجازه ورکړې، څو خپله خاوره کې امریکایي اډې جوړې شي.
د امریکا دفاع وزارت وايي پاکستان په افغانستان کې د وضعیت د څارنې او د سرتیرو د اېستلو لپاره د ځمکني او هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تګ پرمهال هم دوی ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړې وه او دغه همکاري اوس هم جریان لري.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیال زیاته کړې، چې د پاکستان سره به يې خبرې روانې وي ځکه چې د پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې مهم لري.
تردې مخکې امریکا په پاکستان کې له میشتې شمسي اډې استفاده کوله.
دا خبرې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن اعلان کړی د روان کال د ستمبر یوولسمې پورې به د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه اوباسي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند جنرال فرانک مکېنزي ويلي وو، چې د افغانستان له ګاونډیو سره د هغوی د فضا په کارولو او د سرتېرو د اډو په اړه خبرې روانې دي خو وخت به نیسي.
مکینزي همدا راز ویلي وه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څارنې او پر وړاندې یې د مبارزې د څرنګوالي په موخه خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزارت ته وسپاري.
د هغه په خبره، ترهګر دې فکر نه کوي چې امریکایي ځواکونه لاړل، نور میدان دوی ته خالي دی، ځکه دوی به ترهګرو ته په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.
د هغه په وینا، چې امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده څو وکولی شي چې د هغوی په هوایي حریم کې څارونکي او جنګي الوتکې الوتنې وکړي او دغه راز په دغو هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو لپاره اډې جوړې کړي.
هغه څرګنده کړې چې که چېرته دوی له یادو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي نو ښایي له افغان ځواکونو سره د امریکا په مرستو کې هم بدلون راشي.
مکینزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې امریکا، افغانستان یوازې نه پرېږدي او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.