پاکستان: افغانستان ته صادراتو کې کموالی راغلی دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

پاکستان وایي افغانستان ته یې په صادراتو کې کموالی راغلی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان د سوداګریزې برخې چارواکو ویلي، له هغه وروسته چې په کابل کې نوی حکومت رامنځ ته شوی دغه هېواد ته د پاکستان په صادراتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

سرچینه وړاندې لیکي چې په افغانستان کې روان وضعیت او کمزوری اقتصاد د صادراتو د کموالي اصلي لامل دی.

پاکستاني لوري یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به سوداګریزې اړیکې پراخوي.

پاکستان هغه هېواد دی چې افغانستان ورسره تر نورو ګاونډیو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، خو دغه هېواد د سوداګرۍ په برخه کې دوه مخی چلند کوي او وخت ناوخت په بېلو پلمو افغان سوداګرۍ ته خنډونه جوړوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي