پاکستان: اسامه ترهګر دی، د عمران خان ژبه خطا شوې وه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

وروسته تر هغه چې اسامه بن لادن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان شهید ویلو ګڼې پوښتنې را وپارولې د دغه هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ویلي چې د پاکستان حکومت القاعده او اسامه بن لادن ترهګر ګڼي.

نوموړي له مشهور پاکستاني ټلویزیون جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې اسامه بن لادن ته پر شهید ویلو د عمران خان ژبه خطا شوې، د ده مطلب دا نه و چې اسامه شهید وبولي خو په بې پامۍ کې ترې دا خبره شوې ده.

هغه زیاته کړې چې پاکستان په ملګرو ملتونو کې د جګړې پر ضد رایه ورکړې او دغه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ستره قرباني هم ورکړې ده، نو په خبرو باید خطا نه شو، حقیقت دا دی چې پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره لري او تعقیبوي یې.

د یادونې ده چې تېره اونۍ طلوع نیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نه هم دا پوښتنه وکړه چې اسامه شهید دی که نه؟ خو دې پوښتنې ته په ځواب کې قریشي غلی شو او بیا یې وویل دې پوښتنې نه تیریدل غواړي.

بلخوا په پاکستان کې سیاسي ګوندونه او د بشري حقونو مدافعین وایي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې دوه مخې پالیسي لري.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

د شنبې په ورځ اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې شیخ رشید احمد ویلي چې لومړي وزیر عمران خان امریکا ته غوڅ ځواب ورکړی چې خپله خاوره کې پوځي اډې نه ورکوي.

شیخ رشید ادعا کړې چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او طالبان یې باید مخه ونیسي.

شیخ رشید وايي طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي.

افغان چارواکي پرله پسې وایي چې پاکستان طالبان پخپل موټي کې نیولي او افغانستان کې ېې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي