ټروډو: افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

کاناډا وايي د افغانستان خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان خلک سخت ژمی تېروي او باید لاسنیوی یې وشي.

د ټروډو په خبره له خپلو اروپايي متحدینو سره په اړیکه کې دي او ټول د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله د بشري مرستو پر پراختیا ټینګار کوي.

ټروډو په دې مرکه کې همدا راز ویلي چې دوی به له افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد د پرمختګ غوښتونکي دي.

کاناډا دغه راز زیاته کړې چې هلته د تللو کډوالو د ځای پر ځای کولو په لټه کې دي او تر څنګ یې هڅه کوي لا ډېر له خطر سره مخ افغانان وباسي او له نوي حکومت هم غواړي چې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو د فدرالي هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر محمد حماد الشامسي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د هېواد پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

الشامسي ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو په تېره په تعلیم تربیه، روغتیا، اقتصاد او زراعتي برخو کې همکاري کوي.

متقي په دې لیدنه کې د عربي اماراتو له مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې د دوی په مرسته به د افغانستان صادرات ډېر شي او اقتصادي پرمختګونه به رامنځ ته شي.

متقي ویلي چې دوی له ټولو عربي ملکونو او نړۍ سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي